د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د افغان کډوالو د کارډونو نوي کېدو ودرول شوي


په هرېپور کې یو افغان کډوال خپل کارډ‌کيمرې ته ښيي.
په هرېپور کې یو افغان کډوال خپل کارډ‌کيمرې ته ښيي.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د کارډونو نوي کولو نېټه تر نامعلوم وخته ځنډولې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي آر) اسلام اباد لخوا مشال ریډیو ته د مارچ په ۳۱مه لېږل شوې خبرپاڼې ترمخه دا ځنډ د کورونا وایرس د زیاتو کېسونو د رامخې ته کېدو له وجې شوی.

په خبرپاڼه کی راغلي چې دا د پاکستان حکومت او دغې ادارې شريکه فېصله ده او دا ځنډ لنډمهالی دی. تر دې مخکې د دې کاغذونو د نوي کولو نېټه د اپرېل د میاشتې ۲۲مه ښودلې شوې وه. يو اين ايچ سي آر ويلي چې کله د کورونا زور کم شوی نو بيا دا چاره بيا پېلوي.

د ملګرو ملتونو د اصولو تر مخه د هر هغه افغان کارډ به نوی کیږي چې ځان یې په پاکستان کې د ۲۰۱۵ کال له ۳۱م ديسمبر څخه د کډوال په توګه رجسټرډ کړی وي. په پاکستان کی میشت د افغان کډوالو شمیره څوارلس لاکه ده.

یو این ایج سي آر ويلي چې که څوک په دې اړه نور معلومات غواړي نو کولی شي په دې ټيليفون شمېره ورسره رابطه وکړي. ۰۸۰۰۱۱۱۲۲

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG