د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانېستل شوه


د کرنې وزیر له خوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانيستل شوه
د کرنې وزیر له خوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانيستل شوه

د افغانستان د کرنې وزیر له خوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانېستل شوه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن (د مارچ پر ۳۱مه) مشال راډیو ته وویل چې د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۴میلیونو افغانیو په لګښت چې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي د ممیزو د پروسس فابرېکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

نوموړي زياته کړه چې د دې فابريکې د جوړولو موخه بهرنيو هېوادونو ته په لوړ کيفيت د مميزو صادرول دي.

رستمي وويل چې کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو ولايتونو څخه دی او د دې ولايت د انګورو محصولاتو خوندي کولو او د انګورو بڼوالو د عوايدو زياتوالی او معياري مميزو د توليد لپاره تېر کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولايت کې څه باندې ۹۰۰معياري مميز خونې جوړ شوي دي او په راتلونکي کال کې به نورې هم جوړ شي.

کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو ولايتونو څخه دی چې د کال زرګونه ټنه انګور توليدوي.

د مميزو د پروسس د يادې فابريکې په پرانېستې سره به مميز په معياري ډول پروسس او کورنيو او بهرنيو هېوادونو ته به صادر شي چې د بڼوالو د اقتصادي ودې ترڅنګ به د ملي اقتصاد د ودې لامل هم شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG