د افغانستان ملي امنیت يا اين ډي ايس په خوست کې د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۷ مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د افغان جاسوسي ادارې له لوري د مارچ په ۳۱مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو مخالفینو پرضد دغه عملیات د خوست په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې ترسره شول.
د اعلامیې په وینا په وژل شوېو وسله والو کې د حقاني شبکې مهم قوماندان سبیل حمیدي هم شامل دی.
په اعلامیه کې دغه شان لیکل شوي چې دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو مهم مرکزونه له منځه یوړل شول او زیات شمېر سپکې او درنې وسلې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسونو ته ورغلي.
د ملي امنیت په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د عملیاتو پرمهال په زمبر کلینیک سیمه کې د طالبانو له لوري ښخ شوي ماین پر ملکیانو چاودنه کړې چې له امله یې یوه مور او ماشوم وژل شوي.
په خبرپاڼه کې د یادو عملیاتو دقیق وخت نه دی په ډاګه شوی. طالبانو تر دې دمه په اړه څه نه دي ویلي.