د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونه دې د شام د مرستو له سياسي کولو ډډه وکړي: بلېنکن


د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن
د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا غږ وکړ چې له جنګ ځپلي شام سره له کېدونکو بشري مرستو سياسي مسله جوړول بند کړي.

هغه د مارچ په ۲۹مه ويلي‌چې ملګري ملتونه دې د هغو ۱۳.۴ ميلیونه خلکو ته د خوراک او نورو مرستو رسولو لپاره پر پوله لا نورې دروازې خلاصې کړي چې امداد ته اړتيا لري.

بلېکن روس او د هغوی نیزدی ملګري، شامي ولسمشر بشارالاسد ته په اشارې وويل چې بايد شورا په اسپتالونو او پر پوله د قانوني دروازو سره نيږدې"د بريدونو کولو يا په دې کې د برخه اخېستو لپاره د بهانو مخه ونيسي." د ده په خبره ځکه چې له دې وجې د مرستو رسولو لارې بندې شوي دي.

امريکا په دې مياشت کې د امنیت شورا نوبتی مشري په غاړه لري او بلېنکن د انټرنېټ له لارې د غونډې مشري کوي. هغه د شام سره د ترکي پر پوله باب الاسلام او په عراقي سرحد ٱلْيَعْرُبِيَّة‎ د بندو دروازو د بيا خلاصولو غږ وکړ. نوموړي د دې دروازو د اهميت په اړه وويل چې له باب الاسلام څلور ميليونه او ٱلْيَعْرُبِيَّة يو اعشاريه درې ميليونه شامي وګړو ته مرستې رسول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG