د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریتانیا د کورونا له کبله لګېدلي بندیزونه نور هم نرموي


د بريتانيې وزيراعظم بورېس جانسن له خلکو پر داسې وخت په احتياطي لارښوونو د عمل کولو غوښتنه کړې چې د اروپا په نورو برخو کې د دغه وايرس مثبتې پيښې پر زياتيدو دي.
د بريتانيې وزيراعظم بورېس جانسن له خلکو پر داسې وخت په احتياطي لارښوونو د عمل کولو غوښتنه کړې چې د اروپا په نورو برخو کې د دغه وايرس مثبتې پيښې پر زياتيدو دي.

بریتانیا د مارچ له ۲۹مې د کرونا وايرس له کبله د لګول شویو بندیزونو نرمولو دویم پړاو عملي کوي.

د بريتانيې وزيراعظم بورېس جانسن له خلکو پر داسې وخت په احتياطي لارښوونو د عمل کولو غوښتنه کړې چې د اروپا په نورو برخو کې د دغه وايرس مثبتې پيښې پر زياتيدو دي.

د اروپا په یو شمېر سیمو کې د وايرس نوې بڼه لا هم یو ګواښ ګڼل کېږي.

په بریتانیا کې پر کور د پاتې کېدو امر په داسې حال کې نرمېږي چې ترمخه يې په بهر کې تر شپږو کسانو او يا دوې کورنۍ کولای شي سره يو ځای شي.

دا تازه قوانين به د لوبو ته زمینه برابره کړي چې د ټېنس، ګولف، باسکټبال او په بهر کې د لامبو وهلو فعالیتونه بېرته پیل کړي.

په بریتانیا کې د مارچ پر ۲۹مه د هغو بالغو کسانو شمېر څه باندې ۳۰ میلیونو ته ورسېد چې د کرونا وايرس لومړۍ ستنې ور لګول شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG