د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انډونیزیا کې دوو ځانمرګو ۲۰ تنه ټپي کړي


دا پيښه په ماکاسار ښار کې هغه وخت شوې چې یوه ډله عيسویان د سپېڅلې اوونۍ یا پاک اختر د پیل په اړه سره غونډ شوي ول
دا پيښه په ماکاسار ښار کې هغه وخت شوې چې یوه ډله عيسویان د سپېڅلې اوونۍ یا پاک اختر د پیل په اړه سره غونډ شوي ول

په انډونيشیا کې د مارچ پر ۲۸مه دوو ځانمرګو بریدونو شاوخوا ۲۰ عبادت کوونکي په یوه لویه کلیسا کې ټپیان کړي دي.

د انډونیشيا د پولیسو مشر جنرال لیستیو سیګیت پراباوو ویلي چې بریدګر ښايي د اسلامي دولت ډلې د ملاتړي ګروپ جماعة انشاروت دوله غړي وو.

دا پيښه په ماکاسار ښار کې هغه وخت شوې چې یوه ډله عيسویان د سپېڅلې اوونۍ یا پاک اختر د پیل په اړه سره غونډ شوي ول

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې پر موټر سايکل سپاره بریدګر د کليسا په دروازه ساتونکو د شک په بنياد ايسار کړل او ننوتو ته يې نه پریښودل.

په ټپيیانو کې د کلیسا ساتونکي هم شامل دي. پولیسو ویلي بریدګرو کې یوه ښځه هم وه.

د اسلامي دولت ډلې ملاتړی ګروپ جماعة انشاروت توحيد په ۲۰۱۸ کال هم په انډونیشيا کې د یوې خونړۍ حملې ذمه وار بلل کیږي چې ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړيدلې وه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG