د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لا درکه کسانو کورنیو د پېښور جېل مخې ته احتجاج ولې وکړ؟


احتجاج کونکي وايي جېل چارواکو ورته وېلي و چې له خپلو خپلوانو سره به ملاقات وکړي خو بيا يې د ملاقات اجازت ورنکړ.
احتجاج کونکي وايي جېل چارواکو ورته وېلي و چې له خپلو خپلوانو سره به ملاقات وکړي خو بيا يې د ملاقات اجازت ورنکړ.

د خېبرپښتونخوا له سوات، مومندو ، وزيرستان، خېبر، باجوړ او نورو يوشمېر سيمو د لا درکه کړل شوو ۷۰ کسانو خپلوانو د مارچ په ۲۶ مه د پېښور مرکزي جېل مخې ته احتجاج وکړ.

احتجاج کونکي وايي جېل چارواکو ورته وېلي و چې له خپلو خپلوانو سره به ملاقات وکړي خو بيا يې د ملاقات اجازت ورنکړ.

دوی وايي چارواکو ورته ويلي دي چې د کورونا له وجې دوی اوس ملاقات نشي کولای.

له سوات سيمې د لا درکه کړل شوي محمد اظهار ورور محمد ابرار وايي مور يې زوی پسې لېوانۍ شوې خو چې له کله نه يې اورېدلي چې زوي يې په پېښور جېل کې دی نو ډېره خوشاله وه چې ديارلس کاله پس به له خپل زوی سره ملاو شي خو ارمان يې پوره نه شو.

ابرار په ۲۷ م مارچ مشال رېډيو ته وويل چې ورور يې په ۲۰۰۹ م کال کې د نولس کاله و چې پوځ له دې کبله ګرفتار کړو چې په نوموړي له طالبانو سره د مرستو تور و.

خو ابرار وايي هغه وخت سوات د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وو او د ده په ورور اظهار به يې پر زوره د ځان لپاره پخلی کاوی.

ده وویل، "زما ورو به ورله ځکه پخلی کاو چې طالبانو هر چاته دړکه ورکړې وه چې د کور پر سره به يو يو کس راکوۍ ګينې ښه به نه وي."

د احتجاج يو بل ګډونوال مير افضل چې تعلق یې د مومندو ضلعې سره دی وايي د ده ورور حکيم خان چې لېويز کې صوبېدار و په ۲۰۱۶ م کال کې امنيتي ادارو پر دې تور پورته کړ چې له طالبانو سره يې اړيکې دي.

خو نوموړی وايي ورور يې د طالبانو خلاف په کامياب عملياتو ترسره کولو سره د حکومتي چارواکو لخوا انعامونه هم اخستي و.

البته مير افضل په ۲۷ م مارچ مشال رېډيو ته وويل چې د ځينو خلکو له دوی سره شخصي دښمني وه او د هغو د دروغو تورونو پر اساس د ده ورور له درکه کړل شوی دی.

نوموړی وايې د ورور يې دوه ښځې او ګڼ بچي دي او د ګټې وټې يې هېڅوک نشته.

دی وايي، "د ورو مې له يوې ښځې شپږ لوڼه او درې زامن دي. يو زوي يې مړ شوی او يو لږ غټ دی نو پنډۍ کې مزدوري کوي. له دويمې ښځې يې بچي نشته او هر وخت ژاړي او وايې چې ما ازاده کړه. نو زه خپله حېران يم چې څه وکړم."

مشال رېډيو په لسګونه وارې د پېښور مرکزي جېل چارواکو او د جيلونو چارو لپاره د خېبر پښتونخوا د اعلا وزير ځانګړي استازي تاج محمد ته فون وکړ خو هغوی زموږ فون پورته نکړ.

خو د پېښور های کورټ وکيل او مدني فعال شبير حسېن ګېګياڼی چې د بې وزله خلکو مقدمې وړيا کوي وايې د مارچ په ۲۶ مه د پېښور سنټرل جېل مخې ته ترسره شوي احتجاج کې زياتره هغه کسان و چې خپلوان يې مخکې د استخباراتي ادارو په حراستي مرکزونو کې و او هېچاته يې درک نه و معلوم خو اوس دغه له درکه کسان مردان،بنو او پېښور په ګډون نورو جيلونو ته منتقل کړل شوي دي.

په دې کې ۷۰ کسان چې پېښور جېل ته منتقل کړل شوي ، خپلوان يې ورله د ملاقات لپاره ورغلي و خو جېل چارواکو اجازه ورنکړه نو ځکه دوی احتجاج وکړ. شبير حسېن وايي دا کسان ځکه غېب کړل شوي و او اوس ورته خپلوان ځکه ملاقات ته نه ورپريږدي چې له دې کسانو سره رازونه دي.

شبير يوازې همدومره وويل چې په دې هېواد کې په تېر وختونو کې د رياست لخوا د ښه او بدو طالبانو د تګلارې له مخې ځينې ځوانان استعمال شوي نو که اوس دغه عدالت ته وړاندې کيږي يا ازاد پريښودل کيږي نو کېدای شي چې دوی ډېرې پټې خبرې په ډاګه کړي.

خو پاکستان حکومت د ښه او بدو طالبانو تګلارې درلودو تورونه ردوي.

شبير په ۲۷ م مارچ مشال رېډيو ته دا هم وويل چې په تري تم شوو کسانو کې داسې هم شته چې طالبانو په زور له ځان سره ملګري کړي وو.

ده وویل، "د خېبر ضلعې د څلورو له درکه کسانو کورنيو ماته ويلي و چې کله خېبر ضلعه د طالبانو په کنټرول کې وه نو هغو موږ پابند کړي و چې موږ سره به ستاسو يو کس کار کوی او که داسې نه وي نو بيا به راته د يو مزدور د دياړۍ پېسې راکوئ. نو دوي ويل چې موږ سره پيسې نه وې نو يو کس به مو ورکولو."

شبير وايي د دې مسلې حل دا دی چې له درکه کسان عدالت ته وړاندې کړل شي او د قانون مطابق ورسره چلند وشي.

د خیبر پښتونخوا د حکومت قانوني مشاور يا ایډوکیټ جنرل شمايل بټ بيا په ۱۹ م مارچ مشال راډیو ته وویل، له استخباراتي ادارو سره چې کوم کسان دي، د هغوی نومونه عدالت ته ورکړل شوي خو هغه کسان چې د لادرکه کېدو وجوهات یې نور دي نو په اړه یې حکومت هم هیڅ معلومات نه لري.

ده زیاته کړه، "کوم تن چې لادرکه شي او معلومات یې نه وي نو خپلوان یې په اړه په عدالت کې درخواست وکړي چې دغه تن امنیتي ادارو نیولی دی نو های کورټ دا درخواست صوبايي او وفاقي حکومتونو او امنیتي ادارو ته واستوي چې ایا دا تن تاسو سره شته او که نه. بیا استخباراتي ادارې په خپل ریکارډ کې د ورک تن معلومات وګوري نو که هغوی سره وي خو عدالت ته یې وړاندې کړي او که نه وې نو بیا خو حکومت په دې کې هیڅ نشي کولای."

نوموړي‌ زیاته کړه، هغه کسان چې کورنۍ یې وايي ورک دي اواستخباراتي ادارې موږ ته لیکلي راکړي چې هغوی سره نه شته نو دغه کسان یا خو د افغانستان جهاد پر مهال هغه هېواد ته تللي، یا چا تښتولي او یا د جرایم پیشه کارونو په وجه موجود نه دي نو د دوی په اړه خو حکومت هيڅ نشې ویلې.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره له ۲۰۱۱م کاله راهيسې يو کميشن جوړ شوی دی.

دې کمېشن د ۲۰۲۱ م کال په جنورۍ کې په خپل رپورټ کې ویلي و چې تر دې وخته شپږ زره نهه سوه څلور څلوېښت لادرکه شويو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړل شوې دي چې پکې څلور زره اته سوه دوه ویشت هوارې کړل شوې دي.

بلخوا په ۲۰۲۰ م کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ډاکټر سېد عالم محسود ډيوه رېډيو ته ويلي و چې تر ۳۰ زرو زيات پښتانه په زور لادرکه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG