تمه ده چې ایران او چین د مارچ پر ۲۷مه د راتلونکو ۲۵کالو لپاره خپل منځي تجارتي لوظنامه لاس لیک کړي.
د لوظنامې په اړه پوره تفصیل لا نه دی ورکړل شوی خو تمه کیږي چې په دې کې د چین له خوا د ایران د تیلو په صنعت او د بنیادي ډهانچې جوړولو لپاره سرمایه کاري هم شامله ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیب زاده د مارچ پر ۲۷مه وویل چې د تجارتي لوظنامې سیاسي، ستراټیجیک او اقتصادي اړخونه دي چې د چین له اړخه به يې د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر وانګ یي لاس لیک کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د لوظنامې وړاندیز د چین ولسمشر په ۲۰۱۶ز کال کې ایران ته د سفر پر مهال کړی و.
ایرانیانو د لوظنامې د جزیاتو پټ ساتلو له کبله په چارواکیو نیوکې هم کړي دي.
چین په داسې حال کې له ایران سره لوظنامه لاس لیک کوي چې د امریکا او ایران خپل منځي اړیکې خرابې دي.
ایران او چین خپلمنځي تجارتي تړون لاسلیکوي
