شمالي کوریا د خپلو توغندیو ازموینې په اړه د امریکايي ولسمشر جوبایډن د بیان غندنه کړې ده.
امریکايي ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې د پیانګ یانګ لخوا د بېلېسټېک توغندیو ازموینه د ملګرو ملتونو له قرارداد څخه سرغړونه ده.
شمالي کوریا د مارچ پر ۲۴مه د مېزایلو ازموینه کړې وه.
د شمالي کوریا یو لوړ پوړي چارواکي ريپیانګ خول د شمالي کوریا سرکاري رسنۍ « کې اېن سي ای» ته د هغوی د میزایلو د ازموینې د غندلو په اړه د جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د امریکا ولسمشر د هغوی د مېزایلو د ازموینې پر ضد لومړی غلط قدم پورته کړی دی.
نوموړي ویلي، دا د هغوی د حکومت پر ضد یو ښکاره تجاوز او پاروونکی بیان دی.
تر دې وړاندې جوبایډن پیانګ یانګ ته خبرداری ورکړی و چې د هغوی لخوا د مېزایلو ازمویل د ملګرو ملتونو له قرارداد څخه د سرغړونې ترڅنګ د سیمې او د نړېوالې ټولنې لپاره یو ګواښ دی.
بایډن د مارچ پر ۲۵مه په یو بیان کې ویلي وو، امریکا دا مسله د خپلو ایتلافیانو سره څېړي او که زیاتوالی پکې راغلو نو خامخا به ځواب ورته وویل شي.
خو بایډن دا خبره هم کړې وه چې د شمالي کوریا د غیر جوهري کولو په شرط هغه سفارتکارۍ ته هم تر څه حده پورې چمتو دی.
شمالي کوریا د مارچ پر ۲۴مه د مېزایلو ازموینه کړې وه. د جاپان وزیراعظم یو شېهیدې سوګا ویلي وو چې شمالي کوریا بېلېسټېک توغندي ازمویلي دي.
د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې شمالي کوریا د دغو توغندیو د جوړولو جواز نه لري.