د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ کې یوه درې کلنه ماشومه له جنسي تېري پس وژل شوې


په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري او وژنې پرضد په وار وار مظاهرې هم شوي دي.
په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري او وژنې پرضد په وار وار مظاهرې هم شوي دي.

د کوهاټ په ښاري سيمه خټک کالونۍ کې د مارچ په پينځه ويشتمه د درې کلنې حريم فاطمه مړی د اوبو په يوه وياله کې وموندل شو.

د ماشومې پلار نويد اقبال ویلي لور يې يوه ورځ وړاندې ماځیګر له کوره بې درکه شوې وه چې وروسته يې په رياض شهيد تاڼه کې رپورټ هم درج کړل شو.

د ر پورټ ثبتولو وروسته د بې درکه ماشومې پلار د خپلې لور لټون پيل کړ، چې د مارچ مياشتې په ۲۵مه نېټه د لمر خاته پر وخت چونګۍ سيمه کې د سپرلو اډې ته څېرمه د اوبو په يوه وياله کې يې مړی وموندل شو.

د حريم فاطمه مړی ځايي خلکو له ويالې راپورته کړ او بيا يې د کوهاټ ضلعې مرکزي دولتي رغتون ته د پوسټ مارټم لپاره یووړ.

په روغتون کې د حريم فاطمې مړی تر دوو ساعتونو پروت و ځکه چې ښځينه ډاکټرانې نه وې. پر دغه مهال د ماشومې کورنۍ په رغتون کې احتجاج پيل کړ چې له دغي وروسته ډاکټرانې راغلې او د ماشومې طبي معاينات يې پيل کړل.

د يادې پېښې په غبرګون کې د سيمې ولس احتجاج لپاره د چونګۍ نومې سيمې لوی سړک د هر ډول ټرافيګو پر وړاندې وتاړه او امنيتي چارواکو يې وغوښتل چې د حريم فاطمه په وژنه کې ککړ کسان دې ژرتر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د پېښې په اړه د کوهاټ پوليسو وياند فضل نعيم وايي، چې د دغې پېښې په اړوند پوليسو يوشمېر کسان نيولي او پلټنې ورڅخه روانې دي: (محمد رياض شهيد تاڼه کې د نامعلومو کسانو پرضد ايف ای ار شوی دی پکې ”چې پکې ۳۰۳ او د ماشومانو قانون دفعات شامل دي له دې نه علاوه پوليسو د سيمې سي سي ټي وي فوټېج هم او له ځايه يې ځينې شواهد هم اخيستي. پوليسو د ځينو کسانو د ډي اېن اې ټيسټ لپاره نمونې لېږلي دي.)

د صوبايي اسمبلۍ غړي د ساينس او معلوماتي ټېکنالوجي لپاره د اعلا وزير سلاکار ضياالله بنګش مشال رېډيو ته ويلي، چې د روغتون درې ښځينه ډاکټرانې یې له دندې ګوښه کړې دي چې د ډیوټۍ پر مهال غیرحاضرې وې.

د ده په خبره صوبايي حکومت له اړخه پوليس ته هم ژر تر ژره د ملزم يا تورن کسانو د نيولو حکم شوی دی چې د پېښې عاملين دې ونيول شي.

)دا ډېره افسوسناکه واقعه ده او د هسپتال ډاکټرانې غېر ذمه دارۍ پرضد به هم سخت اېکشن اخيستی او له ډيوټۍ مو ليرې کړې دي او په خلاف يې انکوايري هم روانه ده چې دوی ته له دې هم سخته زياته ملاو شي بل خوا موږ پوليسو ته هم امر کړی چې ملزمان دې زر تر زره ونيسي او سخته سزا ورکړي.(

يادې پېښې پر ټولنيزو رسنيو هم د خلکو سخت غبرګون راپراولی او حريم فاطمه لپاره په ټولنيزو رسنيو کې د هش ټېګ سره د انصاف غوښتنه کوي او له پوليسو يې غوښتي د يادې ناوړه پېښي ملزمان دې ونيسي او سزا دې ورکړي.

د مارچ په ۲۶مه د حريم فاطمه مړی د هغې خپلې پلارنۍ سيمه ضلع کرک کې خاور ته وسپارل شو.

د کرک ضلعې بېلا بيلو سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او د سوداګري اتحاديو مشرانو هم حکومت نه د ملزمانو نيولو لپاره دوې درې ورځې وخت ورکړی او ويلي يې دي که چېري حکومت د دوی غوښتنې پوره نه کړې نو دوی به د ضلعې په کچه د احتجاج لړۍ پیل کړي.

XS
SM
MD
LG