د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار کې ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې: پولیس


پاکستان کې پر ماشومانو د تېري د پېښو ضد پراخې مظاهرې هم شوې دي - د ۲۰۱۸ز انځور
پاکستان کې پر ماشومانو د تېري د پېښو ضد پراخې مظاهرې هم شوې دي - د ۲۰۱۸ز انځور

پراګ - د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې پولیس چارواکي وايي، په حمزه رشکه سیمه کې یوه پنځه کلنه ماشومه تر جنسي تیري وروسته وژل شوې ده.

په رسالپور تاڼه کې محرر محمد ولي د اګست پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د ماشومې پلار عمران خان پولیسو ته په رپورټ کې لیکلي چې لور یې د اګست پر ۱۵مه ماسپښین د لوبو لپاره له کوره بهر وتلې وه خو وروسته لادرکه شوه.

د نوموړي په خبره، د ماشومې مړی د چرګانو په یو فارم کې په بورۍ کې موندل شوی دی.

ده وویل، "عمران خان په خپل راپور کې ویلي چې د اګست پر ۱۵مه شاوخوا درې بجې یې لور د لوبو لپاره لارې ته ووتله خو بیا د مازیګر تر څلور نیمې بجو پورې کور ته تر نه راتلو وروسته یې دوی موندولو پسې ووتل. هلته ورته چا وویل چې نېږدې د چرګانو په فارم کې په یوه بوجۍ کې مړی پروت دی. دوی چې لاړل او هلته یې وکتل نو د ماشومې مړی په بورۍ کې وو او ورسره نېږدې دوه خښتې په وینو سرې پرتې وې."

محرر محمد ولي وايي، د پیښې پلټنې لا هم دوام لري.

بلخوا په ټولنیزه میډیا په خپره شوې یوه ویډیو کې د ماشومې پلار عمران خان وايي چې د باجوړ اوسېدونکي دی خو په حمزه رشکه سیمه کې له تېرې څه مودې راهیسي اوسی.

نوموړي له حکومته د انصاف غوښتنه کړې ده.

پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې

د بشري حقونو لپاره کارکونکي ادارې سسټینبل سوشل ډیویلپمنټ د اګست پر ۱۰مه په خپل تازه راپور کې ویلي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تیریو ۵۷۶ پیښې په رسنیو کې رپورټ شوي دي.

خو د دې ادارې په خبره، د روان کال له جنورۍ تر جون میاشتې بیا د حکومتي شمیرو ترمخه پر ماشومانو د جنسي تیریو ۹۲۸ پیښې شوي دي.

سسټینیبل سوشل ډیولپمنټ ادارې په خپل راپور کې زیاته کړې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر ماشومانو د جنسي تیري ترټولو زیاتې پيښې په اپریل ، مۍ او جون کې رپوټ شوي دي چې پکې ترټولو زیاتې په پنجاب کې شوي دي.

د یادې ادارې په خبره، په پنجاب کې د رسنیو د راپورونو پراساس ۴۵۹ او د حکومتي شمیرو ترمخه ۶۸۸ پيښي شوي دي.

دغسې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په خیبرپښتونخوا کې له رسنیو سره پر ماشومانو د جنسي تیریو ۴۸ پیښي ثبت شوي خو سرکاري ادارې دا شمیر ۱۵۴ یادوي.

په خیبرپښتونخوا کې هم د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند پر مهال یعنې په اپرېل، مې او جون کې پر ماشومانو د جنسي تیریو زیاتې پیښې ثبت شوې.

د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې (ګروپ ډېوېلپمنټ) یو مشر عمران ټکر وايي، پر ماشومانو د جنسي تیریو پیښې اکثره د خپلو خپلوانو، استادانو لخوا او یا د کار په ځایونو کې کېږي.

نوموړي د اګست پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، "د کورونا وبا له وجې زیاتره غریب ماشومان لارو کوڅو ته راوتل، سکولونه بند شول او دغسې ماشومان بیا د مزدورۍ یا د لوبو لپاره له کوره بهر راوتل نو ځکه په دې موده کې پر ماشومانو د جنسي تیریو پیښي شوي دي."

د عمران ټکر په وینا، په تیرکال کې د سرکاري شمیرو ترمخه پر ماشومانو د جنسي تیریو ۱۸۵ پیښې رپوټ شوې وې.

د پاکستان د بشری حقونو کمېشن د ۲۰۲۰م کال د اپريل پر ۳۰مه په خپل يو راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۹م کال کې په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تيريو ۲۸۴۶پيښې ثبت شوي دي.

یادې ادارې ویلي، په کار ده چې د ماشومانو د خوندیتوب لړ کې د قوانینو عملي کولو ترڅنګ نور اقدامات هم وشي.

د ۲۰۱۹م کال د دسمبر پر ۳۰مه د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د بحث پر مهال پر ماشومانو جنسي تیري خلاف په قانون کې د بدلونونو لپاره کمیټۍ جوړه شوه.

دا له هغې وروسته وه چې تېر کال په مانسهره کې د مدرسې یو استاد پر ۱۰ کلن ماشوم جنسي تېری وکړ.

حکومتي هڅې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند او په صوبايي اسمبلۍ کې د ماشومانو خوندیتوب لپاره د ځانګړې کمیټۍ‍ غړې عایشه بانو وايي دوی پر ماشومانو د جنسي تیري مجرم ته د سختې سزا ورکولو، د جنسي تیري ویډیو جوړولو، د ماشومانو تښتولو، په دې اړه په ولس کې د پوهې پیدا کولو لپاره پر پروګرامونو او دغسې نور وړاندیزونه یې حکومت ته ورکړي‌ دي.

د دې په وینا که څه هم دا هر څه د کورونا وبا له وجې د ځنډ ښکار شو خو هیله ده چې ژر به پرې عمل وشي.

نوموړې وویل، "زموږ د وړاندیزونو راپور ټولنیز خیر ښیګړې محکمه ته استول شوی دی، اوس له هغوی دا وړاندیزونه د کابینې له لارې منظوروي او دا وړاندیزونه به بیا د بدلونونو سره بیرته اسمبلۍ ته راوړل کېږي."

د خیبر پښتونخوا حکومت پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوی د لادرکه کېدو مخنیوی لپاره میرا بچه الرټ موبایل اپیلیکشن جوړ کړی دی.

د دې ترڅنګ پر ماشومانو د جنسي تیریو په ګډون د نورو جرمونو د مقدمو اوریدو لپاره یې په پيښور، مردان، اېبټ اباد او غلنۍ کې ځانګړي عدالتونه هم جوړ کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG