د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل او کندهار کې د نږدې ۴۰ طالبانو د وژلو ادعا


ارشیف، کندهار کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، کندهار کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت په جنوبي ولایتونو زابل او کندهار کې د نږدې ۴۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي.

دغه وزارت نن په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې د دوی هوایي او ځمکنیو ځواکونو د زابل په میزان او شینکۍ ولسوالیو او دغه‌راز د کندهار په ارغنداب او میوند ولسوالیو کې عملیات کړي دي.

د دوی د ادعا له مخې زابل کې د عملیاتو پر مهال ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي او کندهار کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

وزارت د خپلو ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

پرون دفاع وزارت په شمالي ولایتونو فاریاب او بلخ کې طالبانو ته د همداسې درنې مرګ‌ژوبلې ادعا کړې وه.

طالبانو د پرونۍ او دغه‌راز نننۍ ادعا په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG