د پاکستان مطبوعات وايي، د اپوزيشن اتحاد پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن او د پيپلز پارټۍ مرستيال مشر اصف علي زرداري د خپلمنځي اختلافاتو پر ختمولو سلا شوي دي.
ډان، جيو ټېليويژن او اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د سرچينو له قوله خبر ورکړی چې مولانا فضل الرحمن او اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۴مه نېټه پر ټيليفون خبرې کړې او د اختلافاتو پر ختمولو سلا شوي دي. خو پي ډي اېم او پيپلز پارټۍ تر اوسه د دې خبر تصديق نه دی کړی.
د پیپلز پارټۍ او پاکستان ډېموکرېټک موومېنټ (پي ډي اېم) ترمنځ د مارچ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د غونډې پر مهال د عمران خان حکومت د رانسکورلو په لړ کې له اسمبليانو د استعفاګانو ورکولو پر سر اختلافات رامنځ ته شوي ول. پيپلز پارټۍ له استعفاګانو ورکولو انکار کوي.
د اختلاف بله نکته په سېنېټ کې د اپوزيشن د مشر ټاکلو ده. مسلم ليګ نواز ادعا کوي چې په غونډه کې فیصله شوې وه چې په سېنېټ کې به د اپوزيشن مشر تړاو له مسلم ليګ ن سره وي. تر اختلافاتو وروسته د مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ مشرانو په اشارو کنايو کې د يو بل پرضد سخت بيانونه ورکړي ول.