د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل پوهنتون د بريد پلان جوړوونکی ننګرهار کې نيول شوی


د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر دويمه نېټه په کابل پوهنتون کې وسله وال بريد لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي ول چې زياتره يې زده کوونکي ول.
د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر دويمه نېټه په کابل پوهنتون کې وسله وال بريد لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي ول چې زياتره يې زده کوونکي ول.

د ننګرهار والي ادعا کوي چې پر کابل پوهنتون د ډله ییز برید اصلي پلان جوړوونکی د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا په اچین ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

ضیا الحق امرخېل نن (مارچ ۲۵مه) پر ټویټر کې لیکلي چې د داعش ډلې غړی حضرت علي چې د ابو سعید اعظم، شاهین ننګرهاري او حمزه خراساني په نومونو هم مشهور و، له دوو نورو مشکوکو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی.

له دې وړاندې د ننګرهار د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو " صفر دوه قطعې" د مارچ پر ۲۵ مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي و چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ شنه لګړه سیمه کې د شپني عملیاتو په ترڅ کې حضرت علي له دوه نورو مشکوکو کسانو سره ونيوه.

خبرپاڼه کاږي چې نیول شوي کس پر کابل پوهنتون د ډله ییز برید د پلان جوړولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو او په عراق، سوریه (شام) او بېلجیم هېوادونو کې له داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې له غړو سره اړیکې درلودې او هم یې د ولس په زړونو کې د ویرې خپرولو په موخه د یادې ترهګرې ډلې لپاره تبلیغات کول.

داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د تېر کال (۲۰۲۰ز) د نومبر پر ۱۴مه پر خپله فیسبوک پاڼه ليکلي وه چې پر کابل پوهنتون یې د بريد پلان جوړوونکی نيولی چې د پنجشیر اصلي اوسېدونکی دی او کورنۍ یې د کابل پل چرخي سیمه کې اوسېږي. نوموړي هغه وخت ويلي و چې د برید پلان جوړوونکی يو داسې کس دی چې درې کاله یې شرعیاتو پوهنځی لوستی او وروسته د حقاني شبکې د یوه غړي 'ثناالله' له خوا جذب شوی دی.

د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر دويمه نېټه په کابل پوهنتون کې وسله وال بريد لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او څه باندې ۴۰ ژوبل کړي ول چې زياتره يې زده کوونکي ول. د دغه بريد مسوليت اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) منلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG