د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره ښه اړیکې غواړو: عمران ته د مودي لیک


نریندرا مودي
نریندرا مودي

د هند وزیراعظم نریندرا مودي ویلي دي چې هېواد یې له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي.

دا خبره نوموړي پر ۲۳م مارچ د پاکستان د ورځې په مناسبت د وزیراعظم عمران خان په نوم استولي لیک کې کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه راپور تر مخه دا لیک په اسلام اباد کې د هند های کمیشن له خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزرات له لارې استول شوی دی.

وزیراعظم مودي لیکلي دي چې د یوه ګاونډي هېواد په توګه هند د پاکستان له ولس سره د ښه اړیکو خواهش لري او د دې لپاره له ترهه ګرۍ او تربګنۍ نه پاک او باوري چاپېریال مهم دی.

د هند NDTV د حکومتي چارواکیو له قوله لیکلي دي چې دا یوه د معمول خبره ده او داسې لیک هر کال استول کیږي.

دا پرمختګ په داسې وخت کې کیږي چې وزیراعظم عمران خان د مارچ په ۱۸ مه په اسلام اباد کې یو امنیتي کانفرانس ته په وینا کې وویل چې د اړیکو بحالولو لپاره به هند ته وړومبې ګام اخیستل وي. دې غونډې ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم ویلي وو چې د هند او پاکستان لپاره اوس وخت دی چې تېر هېر کړي او مخ ته ولاړ شي.

پاکستان او هند تېره میاشت (فېبروري) په جمو او کشمیر کې د کنټرول په کرښه اوربند پرځای ساتلو ته هم خپله ژمنه ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG