د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس د تېلو په کاروبار کې غلاوې کېږي


يو کارکوونکی د تېلو پايپونه ګوري
يو کارکوونکی د تېلو پايپونه ګوري

د ازادې اروپا راډيو تحقیقاتي راپور ترمخه د روس امنيتي ادارو افسران د دې هېواد د تېلو د پايپونو په کاروبار کې د ادارو په کچه غلا کې هم رول لوبوي. څېړنې ښيي چې دا صنعت له ولسه په ميليونونو ډالرو شکوي.

دا تحقیقاتي راپور د ازادې اروپا راډيو روسي څانګې کړی او د مارچ په ۲۲مه خپور شوی دی. په راپور کې له قدرتي ګېسه ډکه د خودمختارې سایبیريا خانتي مانسي ضلعې یادونه شوې خو په روس کې په ډيرو ځايونو کې د تېلو په کاروبار کې ورته درغلۍ روانې دي.

د راپور ترمخه منظمې مجرمې ډلې د تېلو له غځېدلو پايپونو څخه په داسې ځايونو کې تېل وباسي چې په قانوني توګه یې د ویستلو اجازه نشته. دوی دا تېل په ټرکونو او کښتيوو کې وړي او په تور بازار کې یې خرڅوي. د راپور موندنې ښيي چې پولیس هغوی ته د خپلې برخې اخیستو په بدل کې خونديتوب او لوژستيکي مرستې برابروي.

دا تحقیقاتي راپور له مسکو څخه ۲۰۰۰ کيلومتره ليرې پرتې خانتي مانسي سيمه کې د ګڼو سرچينو سره په مرکو ولاړ دی. په مرکه شوو کسانو کې د امنيتي ځواکونو اهلکاران، د شخصي امنيتي کمپنيوو قراردادیان، د تېلو په کمپنيوو کې د امنيتي چارو پوهان او د منظم مجرمو ډلو سره نيزدي تعلق لرونکي کسان شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG