په هند کې د کورونا وایرس د لا نور خپرېدو د خبرداري سره سره د مارچ په ۲۳مه د هولي جشن پېل شو.
د هند د شمالي ښار متورا اوسېدونکي لومړني کسان و چې دغه مراسمیې پیل کړل. د دغه ښار یوه اوسېدونکي انشي شرما وویل چې دوی له کورونا نه ويريږي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د رسمي شمېرو له مخې په هند کې له ۴۰ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي دي.
پر دې سربېره هم د هولي د جشن په زرګونه ګډونوالو له ماسکونو او د ټولنیز واټن له مراعاتولو پرته، رنګ لوبې وکړې. په متورا ښار کې به سږنی د هولي جشن ۱۰ ورځې دوام وکړي.