د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او سعودي‌د يمن جګړې په ختمولو غږيدلي


د يمن حوثي ياغيان
د يمن حوثي ياغيان

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر سعودي عرب د ايران پلوه ډلو لخوا وروستي یريدونه په کلکه وغندل.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي بلېنکن د سعودی عرب د بهرنیو چارو وزير سره د خبرو په مهال په یمن کې د جګړې پای ته رسولو په هکله په همکارۍ هم بحث وکړ.

د مارچ پر۲۲مه له فیصل بن فرحان السعود سره د ټیليفوني خبرو پر مهال دواړه خواوې په يمن کې د جګړې ختمولو لپاره د امريکا او ملګرو ملتونو خصوصي استازو له هڅو سره د مرستې په هکله د خپلمنځۍ همکارۍ په اړه هم وغږېدل.

د امريکا بهرنيو چارو وزير له خوا ټيليفون پر يو داسې وخت کې شوی چې سعودي عرب د یمن د جګړي پای لپاره نوي وړاندیزونه کړي چې پکې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې اوربند او د هوایي او سمندري لارو خلاصون شامل دی.

له هغې وروسته چې د امريکا ولسمشر جو بايډن داسې اشارې ورکړې وې چې نور په يمن کې د رياض د مداخلې ملاتړ نشي کولی، سعودي تر زياتيدونکي فشار لاندې دی چې د يمن شپږ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

په يمن کې په ۲۰۱۵ز کال کې کورني جنګونه شروع شول چې پکېتر يو لکو ديرش زره پورې کسان وژل شوي او له ۳۰ لکو څخه زيات بې کوره شوي دي. دلته ايران د حوثي ياغيانو او سعودي عرب د دغو وسله والو له خوا د ختم شوي حکومت ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG