د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خارجه وزير د اړيکو ښه کولو لپاره د اروپا سفر کوي


د انتوني بلينکن د اروپا سفر د ولسمشر جوبایډن د هغو هڅه برخه ده چې له اروپايي ټولنې سره اړیکې ورغوي. عکس-ارشېف
د انتوني بلينکن د اروپا سفر د ولسمشر جوبایډن د هغو هڅه برخه ده چې له اروپايي ټولنې سره اړیکې ورغوي. عکس-ارشېف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرتابه سره د خبرو لپاره د مارچ پر ۲۲ مه د بېلجیم پلازمېنې برسلز ته ورسېږي.

د نوموړي دا سفر د ولسمشر جوبایډن د هغو هڅه برخه ده چې له اروپايي ټولنې سره اړیکې ورغوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې انتوني بلینکن به د مارچ پر ۲۳مه او ۲۴مه د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون، له اتحادیانو سره به سلا مشورې وکړي او د ناټو له عمومي منشي ینز سټولټنبرګ سره به وویني.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د دې ملاقاتونو په ایجنډا کې د چین او روس په اړه اندېښنې ، په افغانستان کې د ناټو رول، د ترهګرۍ پرضد جګړه او یو شمېر نورو موضوعات شامل دي.

انتوني بلینکن به برسلز ته د سفر پر مهال د اروپايي کمېشن له مشرې اور سولا ون در لاین او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشر جوزف بوريل سره هم له کورونا وایرس ناروغۍ څخه د وتو، د اقلیم بدون او د جمهوریت پر قوي کولو خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG