د هرات-تورغونډۍ پر لویه لار د ماین چاودنې د افغانستان شپږ سرحدي ځواکونه ووژل.
د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته د پېښې په باب وویل، د یکشنبې مازدیګر د رباط سنګي ولسوالۍ سره د سرحدي ځواکونو هاموی ټانک پر ښخ ماین ورختلی دی.
په وژل شویو سرحدي ځواکونو کې د والي په خبره د سرحدي پولیسو د ټولي قوماندان ضیا خان هم شامل دی.
تر اوسه د چاودنې مسولیت چا نهدی اخیستی، خو د هرات والي وایي طالبان همدا اوس هم په رباط سنګي، پښتون زرغون او غوریان ولسوالۍ کې د دوی له ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.