د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي ځواکونو د شام په شمالي سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي


د انقرې او اتحادیانو له خوا د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې د شام په شمالي برخو کې د شامي ډيموکريټک ځواکونو پر ضد د پرامنه سپرلي په نامه د عملیاتو پس دا لومړي بریدونه دي. (عکس: ارشیف)
د انقرې او اتحادیانو له خوا د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې د شام په شمالي برخو کې د شامي ډيموکريټک ځواکونو پر ضد د پرامنه سپرلي په نامه د عملیاتو پس دا لومړي بریدونه دي. (عکس: ارشیف)

د بشري حقونو د څار شامي اداره وايي د مارچ پر شلمه ترکيې د شام په شمالي سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

دغه سیمه د کردي ملېشه ځواکونو تر واک لاندې ده. د څار ادارې د مارچ په ۲۱مه ويلي چې د ترکيې یوې جنګي الوتکې د عين عيسا سیمې په سیدا کلي کې د شامي ډيموکريټک ځواکونو په مورچو بمباري کړې وه چې له دې ورسته له دې سیمې د چاودنو درانه اوازونه واوريدل شول.

د انقرې او اتحادیانو له خوا د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې د شام په شمالي برخو کې د شامي ډيموکريټک ځواکونو پر ضد د پرامنه سپرلي په نامه د عملیاتو پس دا لومړي بریدونه دي.

دغه عملیات امریکا او روس سره د لوظنامو نه پس درول شوي ول ، چې له مخه يې ترکيې ته د شام په خاوره خوندي ساحه کې ۱۲۰ کلوميتره علاقه په واک کې د اخیستو اجازه ورکړل شوې وه.

خو عين عيسا سیمه اوس هم د کردي ځواکونو په واک کې ده.

د سیرين ابزرويټرې ادارې ډايريکټر رامي عبدالرحمان وايي چې د تیر يو شواروز نه د ترکيې او کردي ځواکونو تر منځ په سیمه کې نښتې رواني دي.

خو دی زیاتوي چې ترکيې ځواکونو ته په پرمختګ کې ځکه ستونزې دي چې کردي خواکونو د دوی يو ټينک تبا کړی دی.

XS
SM
MD
LG