د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيند پولیس د خبریال لالواني د وژنې پلټنه کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پاکستاني پولیس وايي، په سیند صوبه کې د یو ځايي خبریال د وژنې پلټنه یې پیل کړې ده.

۳۱ کلن اجې لالواني چې د رایل نیوز په نوم د تلویزون ترڅنګ یې د اردو ژبې د ورځپاڼو سره هم همکاري درلوده، د مارچ پر ۱۸مه، د نايي په دوکان کې د یو نامعلومه تن لخوا په ډزو وژل شوی و.

د مارچ پر ۲۰مه پولیسو د دې خبر پخلی وکړ او د پلټنو کولو ژمنه یې هم وکړه. تر دې وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب ادارې سي پي جې د دغه خبریال وژنه وغندله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د پېښې باوري پلټنې دې ترسره کړي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي لال چند ملهي په خپل ټویټر بیان کې دا پېښه غندلې او له حکومته یې د وژونکو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د سیند صوبې د پولیسو یو افسر عاشق میراني په وینا خبریال لالواني په سقاوه کې ویښتان جوړول چې پرې ډزې وشوې او وروسته په روغتون کې یې د ژورو زخمونو له وجې ساه ورکړه. د پولیسو د دغه مشر په وینا، هغوی نپوهېږي چې خبریال لالواني د خپلې مسلکي دندې له وجې وژل شوی که څه بل څه وجه یې وه؟ خو د هغه په وینا د پېښې له ځایه یې شواهد ټول کړي او پلټنه یې روانه ده.

پولیس چارواکي وویل، د عیني شاهدانو په خبره یو تن پر اجی لالواني ډزې کړې وې خو ښايي نور بریدګر هم د پېښې تر شا لاس ولري.

پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د خبریالانو لپاره د خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي. د خبریالانو د خوندیتوب ادارې د معلوماتو له مخې دغه هیواد په ۲۰۲۰م کې د خبریالانو لپاره نهم خطرناک هېواد و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG