د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان دفاع وزارت وايي، څرخي الوتکه یې د علیپور کسانو غورځولې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان دفاع وزارت وایي، څېړنو یې ښودلې چې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي اردو هلي کاپټره د قومندان عليپور کسانو ویشتلې ده.

دا خبره د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان مشال راډیو ته وکړه او په خبره یې د پيښې په اړه د دوی څیړنې هم پای ته رسیدلي دي.

دا څرخي الوتکه د تېرې پنجشنبې په شپه وویشتل شوه چې ۴ عمله او ۵ د ملي اردو سرتیري په کې ووژل شول.

د مارچ پر ۱۹مه، سیمه ییز پاڅونوال عبدالغني علیپور چې په قومندان عليپور مشهور دی مشال راډیو سره خبرو کې دا پیښه توجیه کړه، ځکه د ده په وینا جنګي حالت کې شوې ده.

د ارګ په ګډون بېلابېلو چارواکو پر پیښې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له عاملینو سره به یې جدي چلند وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG