د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا ۴۲ نور کسان وژلي


د ارشیف انځور: په تورخم کې د مساپرو طبي پلټنه کېږي
د ارشیف انځور: په تورخم کې د مساپرو طبي پلټنه کېږي

پاکستان کې د مارچ پر ۱۹مه ۴۲ نور کسان له کورونا مړه شوي او ۳۸۷۶ نوي د کورونا کیسونه مخې ته راغلې دي.

د کورونا وایرس په اړه د معلوماتو خپروونکې حکومتي ویب پاڼې د مارچ پر ۲۰مه ليکلي چې له دې ناروغۍ د مړو شوو کسانو ټوله شمېره نږدې ۱۳ زره ۸۰۰ ته رسېدلې ده.

د وېب پاڼې تر مخه په هېواد کې د کورونا وایرس کېسونو ټول شمېر څه باندې شپږ لکه درويشت زره ته رسېدلی دی. خو بل بلو، له دې ناورغۍ نږدې پنځه لکه اتيا زره کسان رغيدلي هم دي.

حکومتي چارواکي وايي، په هېواد کې د کورونا وبا د مخ په زياتېدونکو کيسونو له کبله يې په هغو ځايونو کې تعليمي ادارې او کاروباري مرکزونه تړلي دي چېرته چې دا ناروغي زياته ده.

په خیبر پښتونخوا کې هم د پېښور، نوښار، مردان، صوابۍ او ملاکنډ په ګډون یو شمېر ضلعې حساسې ګرځولې دې او هلته یې ځیني بندیزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG