د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې چاودنې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ۳ کارمندان وژلي


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې نن په روس کې د افغانستان سولې په اړه نړيواله غونډه کېږي، په کابل کې چاودنې درې تنه وژلي دي.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت کې يوې سرچينې مشال راډيو ته ویلي چې د کابل په نننۍ چاودنه کې یې د وزارت درې کار کوونکي وژل شوي دي.

د سرچينې په وینا کارکوونکي په هغه ګاډي کې چې د نورو سرکاري ادارو کارمندان هم پکې سپاره ول چاودنه شوې.

د کابل پوليس بیا وايي، چاودنه د کابل ښار اولسمې ناحيې اړوند سيمه کې شوې چې پکې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

پولیس وايي، ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د نننۍ چاودنې غندنه کړې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي: "د ملکي وګړو په نښه کول، بشر ضد جنایت، ظالمانه او د ټولو اسلامي، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف دی."

تېره دوشنبه هم په کابل کې په یوه چاودنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو کار کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

میدان وردګو کې چورلکه نسکوره شوې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، بېګا شپه د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د هوايي ځواک د یوه هېليکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې نهه تنه وژل شوي دي.

په وژل شوېو کې د هېلیکوپټر څلور تنه کارمندان او پینځه امنیتي ځواکونه شامل دي.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې الوتکې د نسکورېدو په اړه څېړنې کوي.

د هوایي ځواک یوې سرچینې او د میدان وردګو یوه ځایي چارواکي رویټرز ته ویلي، دا هېلیکوپټر د پورته کېدو پر مهال په توغندي ویشتل شوی دی.

ننګرهارپه مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د ملي امنیت یو کار کوونکی ټپي کړ.

که څه تر اوسه د دې چاودنې زمه واري چا نه ده منلې خو افغان حکومت تل د دغه ډول پېښو زمه واره وسله وال طالبان بولي.

بل خوا په مسکو کې نن د امن لپاره په درې ورځنۍ کنفرنس کې د افغانستان، امريکا، طالبانو، پاکستان، چين او ځينو نورو هېوادونو استازي ورغونډ شوي دي. دوی د سولې په مذاکراتو کې د خنډونو د ليري کولو لپاره بحثونه کوي.

د يادونې ده چې له تیر کال راهیسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روانو مذاکراتو تر اوسه څه نتيجه نه ده ورکړې او په افغانستان کې جګړه روانه ده.

د مسکو په څېر يوه بله غونډه به په ترکيه کې هم کېږي چې لایې په رسمي ډول نېټه نه ده اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG