د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: نن د افغانستان-زېمبابوې د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي 


ارشیف، افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سر له ننه د ۲۰ اورونو د درې لوبو لړۍ پیلېږي.

دا درې واړه لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې کېږي.

لومړۍ یوه ‌یې نن، بله ‌یې بل سبا د جمعې په ورځ او درېمه او وروستۍ یې د شنبې په ورځ ده.

د دغو دوو لوبډلو ترمنځ تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې دوې ټېسټ لوبې وشوې چې دواړو پکې یوه یوه وګټله او ټېسټ لړۍ یې مساوي شوه.

XS
SM
MD
LG