د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو استازي د شام شخړې هواري لپاره د نوي‌ نړیوال چوکاټ غوښتنه کړې


ګير پيډرسن دا خبره په شام کې د کورنۍ جګړې د ۱۰ مې کليزې پر موقع کړې ده.
ګير پيډرسن دا خبره په شام کې د کورنۍ جګړې د ۱۰ مې کليزې پر موقع کړې ده.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو استازي د يو داسې نوي نړيوال چوکاټ د جوړېدو خواست کړی چې له مخې يې د دې هېواد د شخړې د سياسي حل لپاره هلې ځلې بيا پیل شي.

ګير پيډرسن دا خبره په شام کې د کورنۍ جګړې د ۱۰ مې کليزې پر موقع کړې ده.

نوموړي د مارچ پر ۱۵مه د ملګرو ملتونو امنيت شوری ته په ويډيويي وينا کې وويل چې په دې چوکاټ کې بايد امريکا، روس، ايران، ترکي، اروپايي ټولنه او عرب هېوادونو شامل وي.

هغه زياته کړه چې د دې ۱۰ کلنې جګړې د ختمولو لپاره نړيواله ډپلومېسي ډېر ارزښت لري او د دې لپاره مهمه ده چې يو نوی چوکاټ جوړ شي چې پکې هغه ټول هېوادونه شامل وي چې پر شخړه نفوذ لري.

نوموړي په دې نږدې ورځو کې د سياسي پروسې د پرمخ وړلو د څرنګوالې په هدف د روس، شام او ترکي سفرونه کړي او له ځینو نورو غاړو سره يې د ويډيو له لارې خبرې اترې کړې دي.

هم د دې خبرو اترو په رڼا کې هغه وويل چې اوس د خاموشي ډپلوماسۍ وخت رارسېدلی دی.

په برتانيا کې مېشت د شام د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په شخړه کې لږ تر لږه درې لاکه ۸۸ زره او ۶۵۲ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG