د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي‌ وايي‌ ننګرهار کې یې د داعش د چاودنو مسوول وژلی دی


د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي‌ د داعش ډلې د چاودنو مسوول د مقاومت پر مهال وژلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي‌ د داعش ډلې د چاودنو مسوول د مقاومت پر مهال وژلی دی.

افغان چارواکي ادعا کوي چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د چاودنو مسوول وژل شوی دی.

د ننګرهار د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو "صفر دوه قطعې" د مارچ په ۱۶ مه نېټه په خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د شپني عملیاتو پر مهال د جلال اباد ښار د شپږمه ناحیې اړوند خالص فامیلیو کې د داعش ډلې د چاودنو مسوول د مقاومت پر مهال وژلی دی.

خبرپاڼه ادعا کوي چې وژل شوي کس څه موده وړاندې په چبرهار ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په چیک پواینټ بمي چاودنه کړې وه چې پکې دوه پولیس وژل شوي ول..

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG