د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيدرلېنډ د استرازينيکا واکسين لګول ځنډولي دي


تېره اوونۍ ډنمارک، ناروې او بلغاریا په ګډون ګڼو هېوادونو د استرازينيکا واکسین لګول وځنډول.
تېره اوونۍ ډنمارک، ناروې او بلغاریا په ګډون ګڼو هېوادونو د استرازينيکا واکسین لګول وځنډول.

اروپايي هېواد نيدرلېنډ استرازينيکا واکسین لګول لږ ترلږه د مارچ تر ۲۹ می د جدی جانبی عوارضو له ویرې ځڼډولي دي.

خو استرازینیکا وایي، داسې هيڅ شواهد نشته چې واکسين د وينې د غوټه کيدو سبب شوي وي.

د نيدر لېنډ حکومت دا پریکړه د مارچ پر ۱۴مه په ډنمارک او ناروې کې د ممکنه اثراتو د راپورونو پر اساس کړې ده.

د ناروې د صحت وزارت چارواکو د مارچ پر ۱۳مه ويلي، دصحت عملې هغه درې کارکوونکي په روغتون کی دوینی بهیدو او غوټه کیدو له امله تر درملنی لاندي دي چی په دې وروستيو کې ورته واکسین ورکړل شوي ول.

خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دغه واکسین او د وینې د غوټه کېدو ترمنځ‌ یې کوم تعلق يې نه ‌دی موندلی.

د ایرلند روغتیایی چارواکو هم د مارچ پر ۱۴مه سپارښتنه وکړه چې د استرازینیکا واکسین لګول دې د لنډې مودې لپاره وځنډول شي.

تېره اوونۍ ډنمارک، ناروې او بلغاریا په ګډون ګڼو هېوادونو د دغه واکسین لګول وځنډول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG