د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې موټر بم چاودنه، ۷ مړه او ۵۳ ژوبل شوي


په چاودنه کې یو شمېر دوکانونو او کورونو ته هم زیان رسېدلی دی. ارشیف-انځور
په چاودنه کې یو شمېر دوکانونو او کورونو ته هم زیان رسېدلی دی. ارشیف-انځور

د افغانستان په هرات ولایت کې یوې موټر بم چاودنې اووه کسان وژلي او ۵۳ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکي وایي، دا چاودنه د مارچ د ۱۲مې په شپه ۹:۳۰ بجې د هرات ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې شوې ده.

د هرات والي عبدالوحید قتالي مشال راډیو ته وویل چې اته امنیتي سرتېري د دغې چاودنې په ټپيانو کې شامل دي او یو بل یې وژل شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون د رسنیو د څانګې مسول محمد رفیق شېرزي مشال راډیو ته وویل چې په ټپي شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په چاودنه کې یو شمېر دوکانونو او کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.

د پېښې ذمه واري لا چا نه‌ده منلی خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG