د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتحادیانو د سېنېټ په انتخاباتو کې دهوکه راکړه: پښتونخوا میپ


پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان خان کاکړ بیا د سېنټ چوکۍ ته درلولی وو.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان خان کاکړ بیا د سېنټ چوکۍ ته درلولی وو.

پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند په پاکستان جمهوري‌ تحریک کې پر خپلو اتحادي ګوندونو تور پورې کړی دی چې له دوی سره یې د سېنېټ په انتخاباتو کې وعده خلافي کړې ده.

د پښتونخوا میپ مرکزي ویاند او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا د مارچ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، جمعیت علما اسلام فضل الرحمان او بلوچستان نیشنل ګوند مېنګل د پاکستان جمهوري تحریک تر چتر لاندې وعده ورسره کړې وه خو بیا یې هم د دوی امېدوار عثمان خان کاکړ ته ووټ ورنکړ.

د نوموړي په وینا د دې دوو ګوندونو د وعده خلافۍ له کبله نه یوازې د دوی امېدوار بریالی نه شو بلکې د ده په وینا، دا کار د پاکستان جمهوري تحریک لپاره هم د بدنامۍ سبب دی.

رضا محمد رضا وویل، "دا د پي ‌ډي‌ ایم پرېکړه وه چې د یاد تحریک د بلوچستان څانګه به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا امېدوار کامیابه کوي، هغه په دې چې په ټول ملک کې په شریکه دا انتخابات کېده."

نوموړي وویل چې پي ډي ایم ان په خیبر پښتونخوا کې جماعت اسلامي ته هم ځای ورکړی وو چې له سره د دې تحریک برخه لا نه وه.

ده وویل، "د پاکستان جمهوري تحریک تر پرېکړې لاندې موږ امېدواران وو او دوی به موږ ته رایه راکوله."

پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان خان کاکړ بیا د سېنټ چوکۍ ته درلولی وو. د هغه د سېنټ غړیتوب موده پای ته رسېدلې خو نوموړی په خپله دوره کې یو له هغو کسانو وو چې پر اسټبلشمنټ به یې سختې نیوکې کولې.

رضا محمد رضا زیاته کړه چې اسټبلشمنټ په هر صورت د عثمان خان کاکړ د کامیابه کېدو مخه نیوله او د ده په وینا، له بده مرغه جمعیت علما اسلام ف او بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډله د دې ښکار شوو.

رضا محمد رضا زیاته کړه چې دوی به د پاکستان جمهوري تحریک په راتلونکو غونډو کې دا مسله ضرور راپورته کوي.

خو جمعیت علما اسلام ف او بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې دا خبره رد کړې ده چې ګواکې دوی له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره پرېکنده وعده کړې وه.

د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې د صوبايي‌ اسمبلۍ غړي ثنا الله بلوڅ په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره هیڅ وعده نه وه کړې.

ده وویل، د دې ګوند مشرتابه یوازې له بلوچستان نشنل ګوند څخه د امېدوار درولو لپاره د تایید کولو غوښتنه کړې وه.

ثنا الله بلوڅ وویل چې له دوی سره په خپله ووټونه دومره کم وو چې خپل یو امېدوار ساجد ترین یې بریالی نکړای شو.

بل پلو د جمعیت علما اسلام د بلوچستان مشر او د قومي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالواسیع مشال راډیو ته وویل ، دوی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوه ووټه پوروړي وو خو په دې شرط یې د هغه پور ادا کولو وعده کړې وه چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خپل امېدوار لپاره نور ووټونه پیدا کړي.

مولانا عبدالواسیع وویل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند نور ووټونه پیدا نکړای شوای نو ځکه دوی د ضایع کېدو خطر له کبله هغوی ته د ووټ ورکول مناسب نه وګڼل.

پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند، جمعیت علما اسلام فضل الرحمان او بلوچستان نشنل ګوند درې واړه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د اوسني حکومت ضد په پاکستان جمهوري تحریک کې سره ملګري دي.

یاد تحریک پرېکړه کړې وه چې د سېنټ په انتخاباتو کې به د حکومتي اتحاد پرضد د یو بل امېدوارانو ته ووټ ورکوي چې په سېنټ کې اکثریت ترلاسه کړي.

دا انتخابات د مارچ پر درېمه نېټه وشو چې له ۴۸ سیټونو څخه واکمن تحریک انصاف یوازې ۱۸ وګټل.

XS
SM
MD
LG