د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن اې اېن پي تورخم کې له افغانستان سره د سوداګرۍ لارو تړلو ضد مظاهره کوي


تورخم
تورخم

عوامي نیشنل ګوند نن له افغانستان سره د کاروباري لارو د تړل کیدو پر ضد په تورخم کې احتجاجي مظاهره کوي.

د ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان په یو بیان کې ویلي چې نن به له باچاخان مرکزه د تورخم په لور روانېږي، چېرته چې به د افغانستان او پاکستان ترمینځ د کاروباري لارو د تړل کېدو پر ضد احتجاجي مظاهره کېږي. د عوامي نیشنل پارټۍد خیبر غړیو وویل چې په دې مظاهره کې به د پرامنه اقتصادي بحالۍ، د امن قیام، اوپه سیمه کې د تره ګرۍ او توندروۍ پرضد ویناګانې کېږي.

بل خوا له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چې د خیبر ضلعي انتظامیې عوامي نیشنل ګوند ته په تورخم کې د ولسي غونډې اجازه نه ده ورکړې. چارواکي وايي چې د کوویډ ۱۹ د ناروغۍ او سیمه کې دامنیتي وضعې له کبله دا اجازه نه شي ورکولې.

د عوامي نیشنل ګوند د خیبر ضلعې صدر شاه حسین شینواری وایی، په دغه بهانه حکومت خپله نااهلي پټول غواړي او نن به په هر حال کې خپل احتجاج ترسره کوي.

نوموړی زیاتوی چې د دغې جلسې مقصد یی دا دی چې نړۍ ته خپل غږ ورسوي چې د پولې دواړو غاړو ته میشته پښتانه قبایل له سخت مشکل سره مخامخ دي. په تګ راتګ کې ورته ډېر مشکلات دي. د مختلفو بندیزونو او محدودیتونو له وجې یې پر دوه طرفه کاروبار باندې ډېر بد اثر پرېوتلی دی او په زرګونه خلک ورسره بې روزګاره شوي دي.

د ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار مومند پرون (مارچ ۹) مشال راډیو ته وویل د لارو د پرانستل کیدو نه بغیر سیمه کې د بدامنۍ او معاشي بدحالۍ ستونځه نه شي هوارېدای.

یاده دې وي چې د تورخم، چمن-بولدک، غلام خان او خرلاڅو لارو له تړلو سره دواړو غاړو ته په لوی شمېر کې سوداګر اغېزمن شوي دي.

وزیراعظم عمران خان د تورخم لارې ۲۴ ساعته د پرانستې ساتلو اعلان کړی دی، خو د کاروباري اتحادیو مشران وايي دا اعلان سم نه دی عملي شوی.

XS
SM
MD
LG