د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د تورخم پر ځای نورې لارې نه پرانیزي: سوداګر


تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ګڼل کېږي
تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ګڼل کېږي

خیبر - د خیبر سوداګر وايي، حکومت دې پر تورخم دروازه عمله زیاته کړي او سهولتونه دې ورکړي، د ټرانزیټ لاره دې نه بدلوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ټرانزیټ او سوداګرۍ سره تړلو کسانو د اګست پر ۲۲مه په خیبر کې مشال راډیو ته وویل، د حکومت دا ګام مناسب نه دی ځکه متبادلې ټاکل شوې لارې، هغه سهولتونه او وسایل نه لري کوم چې په تورخم کې دي.

د خیبر چیمیر اف کامرس او انډسټریز یو مشر جابر شینواری وايي، د حکومت دا ګام به د ځايي خلکو پر روزګار او امدن اغېز وکړي.

جابر شینواری وایي، "حکومت ته پکار ده چې په تورخم کې ټریفیکي ستونځې هواري کړي او سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته سهولتونه ورکړي،که دوي د پیښور او تورخم په لار مال وړونکو ګاډو لپاره د تګ راتګ مناسب بندبست وکړي، غیر قانوني ټرمینلې ختمې کړي، کسټم عمله زیاته کړي او بې نمبري ختمه کړي نو ستونزې به هوارې شي."

د ده په وینا ، د ورځې به په اسانۍ لوی شمېر ګاډي پر تورخم افغانستان ته اوړي چې یوې علاقې نه بلې ته کاروبار ځي نو په ځایی خلکو یي خامخوا اثر وي.

په دې وروستو کې د تورخم پولې د سنبالولو پالیسۍ او هلته د کورنا وایرس نه بچ کیدو لپاره لګول شوو بندیزونو له وجې ټریفیکي ستونزې زیاتې شوې دي.

د سوداګرو په وینا، په وخت ګاډو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي او دواړوو خواوو ته په زرګونه مال وړونکي ګاډي جمع کیږي او په تګ راتګ کې هم ډير وخت اخلي.

په تورخم کې یو سوداګر او د کسټم کلیرنګ ایجنټس ایسوسی ایشن یو غړې واحد خان شینواری مشال راډیو ته وویل، "موږ فکر نه کوو چې د ټرانزټ غوندې مهم مالونه به د تورخم نه علاوه په نورو لارو باندې په سهولت او خوندي طریقې سره افغانستان ته ورسي."

ده زیاته کړه چې ټرانزټ مالونه د افغان سوداګرو یو امانت وي موږ یې د یو سهولت کار په توګه د خیبر درې په لار افغانستان ته ور اړوو.

ده وویل، "په دې کې ډير قیمتي مالونه وي،د دې پوره سیکیورټي پکار ده نو حکومت دې لومړی دا مالومات وکه چې د خرلاڅو،انګور اډې او غلام خان دې او هغې غاړې ته د کسټم کلیرینګ او سیکیورټي سم بندوبست شته او که نه، بله دا چې حکومت پریکړې کوي خو په دې کې سوداګر نه شاملوي چې هغوي سمې مشورې ورکړي."

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان لپاره د پاکستاني وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق خان د اګست پر ۲۱مه پر ټویټر ولیکل چې په تورخم کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د بیروبار د کمولو لپاره به د خرلاڅو، غلام خان او انګور اډې لارې پرانیستل کېږي.

د ده په وینا ، له دې سره به پر تورخم بوج راکم شي او په دې لړ کې یو پارلیماني پلاوي د کراچۍ بندر دوره کړې چې د سوداګرو او ټرانسپورټرانو ستونځو نه ځان خبر کړي او د حل لار یی راوباسي،

سوداګر او ټرانسپورټران وایی په تورخم دروازه د مختلفو بندیزونو او سختو پالیسو له امله ډير بیروبار جوړ شوی دی او د پاکستان او افغاسنتان ترمنځ پرې تجارت راکم شوی دی.

دوي وايي چې پخوا به د ورځې ۸۰۰ ګاډي پرې افغانستان ته اوښتل خو اوس یوازې ۱۵۰ پرې اوړي.

پاکستان د مارچ په ۱۶مه د تورخم دروازه د ټرانزیټ، تجارت او تګ راتګ لپاره تړلې وه چې د مې په ۱۷مه یوازې د تجارت لپاره پرانیستل شوه خو د عامو خلکو تګ راتګ پرې اوس هم بند دی.

XS
SM
MD
LG