د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا "استازو جرګه" د ولسمشر بایډن د کورونا وایرس د مرستو پر پروګرام غور کوي


ديموکریټ ګوند هڅه کوي چې د مارچ تر ۱۲مې په دې اړه قانون سازي وکړي ځکه چې په دغه ورځ په امریکا کې بې روزګاره خلکو ته د مراعاتو ورکولو موده ختمېږي.
ديموکریټ ګوند هڅه کوي چې د مارچ تر ۱۲مې په دې اړه قانون سازي وکړي ځکه چې په دغه ورځ په امریکا کې بې روزګاره خلکو ته د مراعاتو ورکولو موده ختمېږي.

د امریکا ډیموکریټ ګوند یوې لوړ پوړې چارواکې ویلي چې د استازو جرګه به لږ تر لږه د مارچ پر ۱۰مه د ولسمشر جو بایډن د کورونا وایرس د ۱.۹ ټریلیونه ډالرو د مرستو په هغې نسخې غور وکړي چې سېنېټ منظور کړې ده.

ویاندې نینسي پلوسي د مارچ پر اتمه وویل چې د استازو د جرګې رایې اچونه له سېنېټ لخوا د اسنادو ترلاسه کېدو پورې اړه لري.

د ۶۲۸ پاڼو په دې بیل کې د ۱۹۶۰ز کال راپدېخوا د امریکا تر ټولو لوی اقتصادي اقدامات شامل دي.

د کورونا وایرس د مرستو پروګرام به د بې روزګاره کسانو د مراعاتو لړ کې او هغو خلکو سره هم مرسته وکړي چې د کورونو کرایې نه شي ورکولای.

ولسمشر بایډن وايي چې دا مرستې به د اقتصادي ستونزو سره مخ امریکایانو سره کومک وکړي خو د ریپبلکن ګوند غړي وايي چې دا پلان له حده زیات دی او پکې هغه پالیسیانې موجودې دي چې له وبا سره تړلې نه دي.

ديموکریټ ګوند هڅه کوي چې د مارچ تر ۱۲مې په دې اړه قانون سازي وکړي ځکه چې په دغه ورځ په امریکا کې بې روزګاره خلکو ته د مراعاتو ورکولو موده ختمېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG