د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ پولیس د یوه مشکوک طالب قومندان د نیولو ادعا کوي


د کوهاټ پوليس وايي چې په يوه کاروايي کې يې د تحريک طالبان پاکستان يو ځايي قومندان نيولی دی.

د يادې ضلعې پوليسو مشر خالد سهېل د مارچ پر اتمه يوې خبري غونډې ته ويلي چې حکومت د نيول شوی ملزم امير جلال عرف کرمل د سر قيمت ۲۰ لکه روپۍ ټاکلی وو.

د پوليسو مشر زياته کړه چې نیول شوی تن د ترهګرۍ، اغوا او په امنیتي ځواکونو د بریدونه په ګډون په بېلا بېلو تورونو پوليس ته مطلوبه وو.

د دوی په وینا نیولی وسله وال کماندان د تېلو او ګېسو لټوونکې غير ملکي مول کمپنۍ په ګاډو باندې شوي بريد کښې هم ککړ وو او دا چې نيول شوي کمانډر د لاچۍ په غورځندۍ سيمه کښې يو تربيتي کيمپ هم جوړ کړې وو چې په وروستيو کې پوځ په يو اپرېشن کې وران کړی وو.

د کوهاټ پوليسو مشر وويل چې د استخباراتي اطلاعاتو پر اساس دغه کمانډر د کوهاټ يوې لرې پرتې سيمې تین تالاب نه نيولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG