د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي ایم او جماعت اسلامي د سېنېټ ټاکنو لپاره د خیبر پښتونخوا په کچه اتحاد وکړ  


جماعت اسلامي په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل نه دی خو د سېنېټ په ټاکنو کې یې له یاد تحریک سره د اتحاد پرېکړه کړې ده. 
جماعت اسلامي په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل نه دی خو د سېنېټ په ټاکنو کې یې له یاد تحریک سره د اتحاد پرېکړه کړې ده. 

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان جمهوري تحریک او جماعت اسلامي مشران پر دې سلا شوي چې د سېنېټ په راتلونکو ټاکنو کې به د یو بل امېدوارانو ته رایې ورکوي.

جماعت اسلامي په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل نه دی خو د سېنېټ په ټاکنو کې یې له یاد تحریک سره د اتحاد پرېکړه کړې ده.

د جماعت اسلامي مخکښ او سېنېټر مشتاق احمد خان مشال راډیو ته وویل چې له پاکستان جمهوري تحریک سره یې اتحاد یوازې د سېنېټ تر ټاکنو محدود دی.

ده ادعا وکړه چې د تحریک انصاف خفه غړي هم له دوی سره ملګري دي.

مشتاق احمد خان دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د فرورۍ پر ۲۸مه په پېښور کې د دوی د ګوند او پاکستان جمهوري تحریک مشرانو غونډه وکړه.

په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې مسلم لیګ نواز،جمیعت علما اسلام ف او د عوامي نیشنل ګوند امیدواران به پر جنرل یا عمومي څوکیو درېږي خو جماعت اسلامي به د مېرمنو او پپلز ګوند به د ټیکنوکرېټو څوکۍ لري.

د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې صوبايي ویاند جلیل جان مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان جمهوري تحریک او جماعت اسلامي دا اتحاد د خیبر پښتونخوا په کچه دی.

په خیبر پښتونخوا کې واکمن تحریک انصاف ګوند ادعا کوي‌ چې هلته د دوی د سېنېټرانو بریا باوري ده.

هغوی د اپوزېشن ګوندونو دا خبره هم ردوي چې ګواکې په تحریک انصاف کې دننه اختلافات دي.

یاد ګوند له خیبر پښتونخوا څخه د سېنېټ د ۱۱ چوکیو لپاره امېدواران درولي دي‌ چې درې پکې د عمومي چوکیو، یو د مذهبي لږکیو، دوه د ټیکنوکریټو او دوه د مېرمنو د چوکیو لپاره دي.

XS
SM
MD
LG