د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افریقا په اکواتوریل ګېني کې چاودنو ۹۸ کسان وژلي


دې چاودنو پوځي اډې او ګیر چاپیره سیمې ته هم زیان رسولی دی.
دې چاودنو پوځي اډې او ګیر چاپیره سیمې ته هم زیان رسولی دی.

د افریقا په اکواتوریل ګېني هېواد کې د څو چاودنو په نتیجه کې لږ تر لږه ۹۸ کسان وژل شوي دي.

دې چاودنو پوځي اډې او ګیر چاپیره سیمې ته هم زیان رسولی دی.

مرستیال ولسمشر تیوډورو نیوما اوبیانګ د مارچ پر اتمه په ټویټر لیکلي چې د مارچ پر اتمه په هغه چاودنو کې چې مرکزي ښار باتا یې په نښه کړې، له ۶۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

تیوډورو چې له تېرو شاوخوا ۴۲ کلونو راهیسې پر دې وړوکي غربي افریقايي هېواد واک لري، تور یې پورې کړې چې دا پېښه د ځایي کرونده ګرو لخوا د وښو سوځولو او د وسلو د ډیپو په سمه توګه د څارنې نه کولو له وجې شوې ده.

د استوای ګیني ایادي ۱،۴ میلیونه ده او په باټا ښار کې اته لکه کسان اوسېږي. د تېلو او ګېسو لرولو باوجود د دې هېواد زیاتره خلک بې وزله دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG