د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خلیلزاد د افغان سولې بهیر کې د پاکستان پر دوامداره رول زور راوړی'


زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي
تصویر له ارشیفه
زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي تصویر له ارشیفه

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په ګل/دوشنبه (مارچ اتمه نېټه) په اسلام اباد کې له پاګستانیو چارواکو سره لیدلي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي په دا وروستیو کې په کابل کې ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېکن یو لیک هم ورسولی وو.

نوموړي اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغانستان لپاره د وزیر اعظم عمران ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي.

د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په افغان سولې بهیر کې د پاکستان پر دوامداره مهم رول زور راوړی چې دغه ډول افغانان سیاسي جوړجاړي او یوه هراړخیزه اوربند ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار ښودلی چې امریکا به له خپلو اتحادیانو او د سیمې له هېوادونو سره مشورې کوي چې څنګه په ګډه سره د سولې بهیر مرسته کولای شو. زموږ خبریال طاهر خان د ځینو پاکستانیو سرچینو له خولې وایي، زلمي خلیلزاد دې کتنه کې په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره د امریکا نوی پلان هم له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړی دی.

XS
SM
MD
LG