د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی دی. ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان او د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره وویني. دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې پروسږ کال پیل شوې د افغان سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.