د نړۍ د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس عراق ته خپل تاریخي سفر پای ته ورساوه.
۸۴ کلن پاپ د عراق یو شمېر ښارونو ته ولاړ، د مسلمانانو او د عیسویانو له مشرانو سرهیې وکتل او خلک یې سولې او ګډ ژوند ته راوبلل.
د بغداد په هوایي ډګر کې د پوپ د مخه ښۍ په مراسمو کې د عراق ولسمشر برهام صالح ګډون کړی و.
پوپ په دې سفر کې د عراق د موصل چې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې مرکز و په ګډون له څلورو ښارونو څخه کتنه وکړه او عراقیانو تهیې وویل چې سوله پر جګړې ډېره قوي ده. هغه زیاته کړه عراق بهیې تل په زړه کې وي.
د نړۍ د کیتلېک عیسویانو مشر دغهراز د عراق د شییعه مسلمانانو له ستر مشر ایاتالله علي سیستاني سره هم وکتل.