ارګ تایید کړې چې ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیک ترلاسه کړی دی.
انتوني بلېنکن په خپل لیک کې د سولې مذاکرو د چټکتیا، د ترکیې په کوربهتوب په لوړه کچه د سولې مذاکرو د کوربهتوب او نور وړاندیزونه کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپل لیک کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر او نورو موضوعاتو ته هم اشاره کړې ده.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینهپال کره کړې چې د افغانستان حکومت ته، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لیک رسېدلی دی. ورته لیک د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته هم لېږل شوی دی.
د هغه ویاند ویاند فریدون خوځون ځینو رسنیو ته د لیک ځینې توري په ډاګه کړي چې پکې راغلي، 'د امریکا حکومت په سیمه کې له خپلو شریکانو او سیمهییزو هېوادونو سره په لوړه سطحه ډیپلوماتیکه هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ په چټکۍ یوه جوړجاړي، دغهراز دایمي او هر اړخیز اوربند ته زمینه برابره شي.'
په لیک کې ویل شوي امریکا په پام کې لري له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړي چې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هندوستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شي، په هغې کې د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره پر ګډ چلند بحث وشي.
د لیک له محتوا ښکاري چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر او سرپرست راس وېلسن په خپلو کې د سولې د لارې د نقشې په اړه بحث کړی دی.
ښاغلي محب د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې د حکومت مشرتابه، سیاسي او جهادي مشرانو ته د نوي حکومت د جوړښت طرحه سپارلې ده.
د ده په وینا دا طرحه تر ډېره پر دې متمرکزه ده چې جګړه څنګه ختمېدلای شي او د قدرت وېش باید څه ډول وي.
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په یکشنبه (پرون) په کابل کې وویل: "د سولې خبرو د چټکتیا طرحه به په ټولو سطحو کې مطرح کوي."
خلیلزاد چې دا یې افغانستان ته د جو بایډن د ولسمشرۍ د دورې له پیل راهیسې لومړی سفر و، تر کابل وروسته دوحې ته لاړ چې د طالبانو له مشرتابه سره د سولې پر موضوع بحث وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې د ترکیې له حکومته به غوښتنه وکړي چې په راروانو اوونیو کې د مذاکرو د دواړو لورو د لوړې کچې غونډې کوربهتوب وکړي.
د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه رئیس عطا محمد نور چې په وروستیو کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي ازادي راډیو ته وویل: "ممکن د ملګرو ملتونو تر چتر او مدیریت لاندې د ځینو هېوادونو په حضور کې دا غونډه په ترکیه کې وشي. ترکیه هغه هېواد دی چې افغانان یې تأییدوي. دا مذاکرې ښايي دا وار له پیاوړې ډلې سره په قوت مخ ته ولاړې شي."
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت تېره اوونۍ ویلي وو، ترکیې د افغانستان د امن په ټینګښت کې خپله ونډه اخیستې او تر هغو به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي چې "افغان وروڼه" یې غواړي.
د افغانستان حکومت ته د زلمي خلیلزاد لهخوا د نوې طرحې له سپارلو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني تېره شنبه وویل چې له انتخاباتو پرته د واک د لېږد پر سر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نهدی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپل لیک کې ویلي: "د امریکا حکومت د ۹۰ ورځو لپاره د اورکم وړاندیز برابر کړی چې هدف یې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخنیوی او د ښکېلو لورو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي ملاتړ دی."
د وسلهوالو طالبانو ویاندویانو د دې لیک په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنو ته ځواب نهدی ویلی.
د لیک په پای کې ویل شوي، امریکا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو غور کوي، خو پر نورو انتخابونو هم غور روان دی.
د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته د امریکايي ځواکونو د شمېر کمولو خبر ورکړی و.