په اروپا کې په تېرو شپږ اوونیو کې د کورونا وایرس تر کمو کېسونو راتګ وروسته اوس يو ځل بيا د کووېډ-۱۹ د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
په اروپا کې تېره اوونۍ په دې وايرس د يو ميليون کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شو.
دا د مخکينۍ اوونۍ په نسبت د کورونا وايرس په مریضانو کې ۹ فیصده اضافه ښيي.
د اروپا لپاره د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) مشر هانس کلوګ ويلي چې د دې وجه د ځينو بندیزونو ليري کول او په چټکۍ سره خپرېدونکي د وایرس نوې بڼه ده چې لومړی په برتانيا کې مخې ته راغله او اوس ټولو ۲۷ اروپايي هېوادونو ته خپره شوې.
د مارچ پر شپږمه، د چيک جمهوريت چارواکو له خوا خپرو شوو معلوماتو تر مخه، په هغه هېواد کې يو اعشاريه درې ميليونه خلک په کورونا وایرس اخته شوي دي او د نورو خپراوي د مخنيوي لپاره تر ننه پورې له اته لکو څخه زیاتو خلکو ته واکسين شوي دي.
په اروپا کې نورو هېوادونو هم خپلو وګړو ته واکسين لګول پېل کړي او په ډېرو ځايونو کې لا هم بنديزو برقراره دي.
خو په همدې حال کې په ګڼو هېوادونو کې خلکو د کاروبارونو بنديدیزونو پر ضد مظاهرې هم کړې دي.