د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کورونا وایرس ناروغۍ بل واکسین منظوري ورکړه 


د امريکا ولسمشر جو بایډن د دې "هڅوونکي" خبر هرکلی کړی خو له امریکایانو یې وغوښتل چې احتياطي لارښونی عملي کړي.
د امريکا ولسمشر جو بایډن د دې "هڅوونکي" خبر هرکلی کړی خو له امریکایانو یې وغوښتل چې احتياطي لارښونی عملي کړي.

د امريکا د دواګانو د نظم ادارې په بيړنۍ توګه د جانسن اينډ جانسن کمپنۍ د کورونا وايرس واکسين د کارونې منظوري ورکړې ده.

د دې واکسین يو خوراک له وايرسه د ژغورنې لپاره کافي دی.

دا پرمختګ به د هېواد د واکسین کمپاین ګړندي کولو کې مرسته کوي او هيله ښودل کېږي چې په ټوله نړۍ کې به دا واکسين اضافي خوراک منظوري هم ترلاسه کړي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د دې "هڅوونکي" خبر هرکلی کړی خو له امریکایانو یې وغوښتل چې احتياطي لارښونی عملي کړي.

په امريکا کې د کورونا وايرس مثبتو کيسونو شمېره د نورو مياشتو پرتله کمه شوې ده.

د کوويډ-۱۹ ناروغۍ څار پروژې په وينا، تر جنورۍ مياشتې هره ورځ شاوخوا دوه نیمه لاکه کسان په کورونا وایرس ناروغۍ اخته کېدل خو دا شمېر اوس نزدي ۷۰ زرو ته را ټيټ شوی دی.

خو د کورونا وايرس نوي ډولونو او يو بل ته يې د انتقاليدو له وجې خطر موجود دی.

په بريتانيا کې د کورونا وايرس نوي ډول چې ( بي‌ ۱.۱.۷ نومېږي په اروپا کې په چټکۍ خپریږي.

د دې له وجې په اروپا کې ښايي د کورونا وايرس ناورغۍ درېمه څپه راشي. دا په داسې حال کې ده چې زياتره هېوادونو کې د کورونا وايرس واکسينونو کمپاينونو نتيجي ښودلې دي.

د اروپایي اتحادیې زياتره برخه وګړي تر محدودیتونو یا ټولنبد لاندي ژوند تېروي.

بلخوا نیوزیلېنډ چې د کورونا وايرس وبا پر وړاندې د يو ماډل په توګه ورته کتل کېدل، د فبرورۍ پر ۲۸مه دويم تر ټولو لوی ښار اکلېنډ کې ټولبند اعلان کړی دی.

دا په يوه مياشت کې دويم ځل دی چې په دغه ښار کې ټولبند اعلان شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG