د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې بهیر په اړه د نړیوال کانفرانس وړاندیز


دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مارچ پر درېیمه په کابل کې له افغان مشرانو سره خپلې درې ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې.
دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مارچ پر درېیمه په کابل کې له افغان مشرانو سره خپلې درې ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، هېواد د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په باب د یوه نړیوال کنفرانس جوړیدو وړاندیز کړی چې د افغانستان سولې د خبرو د ګړندي کولو په موخه دې یو نړیوال کانفرانس وغواړي.

دا پرمختګ په داسې حال کې شوی چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مارچ پر درېیمه په کابل کې له افغان مشرانو سره خپلې درې ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې.

د نوموړي دا سفر د سولې ځنډېدلو خبرو د بحالۍ او د تاوتریخوالي پېښو مخنیوي په هدف و.

خلیلزاد په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او نورو مهمو مشرانو سره په دې موخه وکتل چې څرنګه وکولای شي له طالبانو سره د سولې خبری ګړندۍ کړی.

هغه به د طالبانو له مشرانو سره ګوري او هغوی ته به دغه پلان وړاندې کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د یوې پر-لیکه خبري غونډې پر مهال ویلي، د ملګرو ملتونو په دغه کانفرانس کې به د پاکستان او ایران په ګډون سیمه ییزه هیوادونه هم برخه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG