د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو ضلعي محرر عبدالحمید په وسله وال برید کې وژل شوی


د مومندو سیمه
د مومندو سیمه

په مومند کې ناڅرګنده وسله والو د ضلعي انتظاميې د دفتر محرر عبدالحميد وژلی دی.

د مومند پولیسو په وینا عبدالحمید د سېشنبې ماځیګر د لکاړو تحصيل څخه خپل کور ته روان وو چې په دانشکول سیمه کې موټرسایکل سپرو کسانو ډزې ورباندې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.

عبدالحمید د امبار تحصیل اوسېدونکی و. د هغه پلار ملک عزت خان د پخواني امن لښکر مشر و.

پولیس وایی، دوی د پیښې پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه چا د دې بريد ذمه واري نه ده منلې.

د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې له څه مودې راهيسې په هدفي وژنو کې زياتوالی راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG