د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: عدالت د مذهب سپکاوي په تور سزا شوي کس ضمانت منظور کړی


نبيل هغه کم عمره پاکستانی وو چې د مذهب سپکاوي په تور سزا شوی وو. عکس د پاکستان سپريم کورټ
نبيل هغه کم عمره پاکستانی وو چې د مذهب سپکاوي په تور سزا شوی وو. عکس د پاکستان سپريم کورټ


د پاکستان يو عدالت د هغه عیسوي مذهبه کس ضمانت منظور کړی چې له تېرو څلورو کالونو راهيسې له دې کبله په زندان کې وو چې په کم عمرۍ کې يې په مبينه توګه د مذهب سپکاوی کړی وو.

برېټش پاکستاني کرسچين اېسوسي اېشن چې د ۲۰ کلن نبيل مسيح قانوني دفاع کوي وايي، د لاهور يو عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه د نوموړي په ضمانت د خوشې کولو امر ځکه کړی چې داسې کوم ثبوتونه نشته چې وښيې چې هغه دغه جرم کړی وي. دوی تمه کوي چې نوموړی به ښايي په دري ورځو کې خوشی شي.

نبيل د ۱۶ کلن وو چې په ۲۰۱۶ م کال کې وروسته له هغه ونيول شو چې بلوه ګرو مذهب ته په سپکاوي تورن کړ. په ده تور وو چې د کعبې عکس يې پر فېسبوک په يوه سپکاوي پوسټ کې خپور کړی وو.

د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا کمېشن وايي، په پاکستان کې نږدې ۸۰ کسان د مذهب سپکاوي په تورپه زندان کې دې. عکس له ارشېفه
د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا کمېشن وايي، په پاکستان کې نږدې ۸۰ کسان د مذهب سپکاوي په تورپه زندان کې دې. عکس له ارشېفه

بيل چې له عدالتي اورېدنو له يې مخه يې دوه کاله په جېل کې تېر کړي ول وروسته ورته په ۲۰۱۸ م کال کې د لسو کالو د بند سزا وارول شوه. په دې سره هغه لومړۍ کم عمره پاکستانی وګرځېد چې مذهب ته د سپکاوي په جرم کې سزا شو.

د نړيوالې مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا کمېشن په خپل ۲۰۲۰ م کلني راپور کې ويلي وو چې په پاکستان کې نږدې ۸۰ معلوم کسان چې ورباندې د مذهب په سپکاوي تورن دي په جېلونو کې دي. په دې کسانو کې نيمايي له عمربند يا د مرګ سزا سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG