د لاسرسي ځای

تازه خبر

چا مو پوښتنه ونکړه: میرلي کې د وژل شویو خویندو د ورور فریاد


په میرلي کې د وژل شویو دوو خویندو فاتحه په بنو کې د هغوی په کور کې اخېستل کېږي
په میرلي کې د وژل شویو دوو خویندو فاتحه په بنو کې د هغوی په کور کې اخېستل کېږي

د شمالي وزيرستان د ميرلي په ايپۍ سيمه کې وسله والو د تېر ګل په ورځ (فبرورۍ پر ۲۲مه) د يوې غېر سرکاري ادارې (اېن جي او) څلور ښځينه کارکونکې وژلې وې.

د پوليسو په وينا وژل شوو کارمندانو په شمالي وزيرستان کې ښځو ته د دستکارۍ هنر ښوده.

په دغو کې دوې خویندې ارشاد او عايشه هم وې چې د بنو اوسيدونکې وې.

د دوی مشر ورور محمد زاهد قریشي د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډيو سره په يوې مرکه کې وويل، لکه د نورو ورځو پشان د فبرورۍ پر ۲۲مه سهار له اتو بجو وروسته دواړه خویندې يې کار ته تللو لپاره له کوره شمالي وزيرستان ته روانې شوې، د غرمې ۱۲ بجو وروسته کشر ورور ته يې اطلاع ورکړې شوه چې دواړه خویندو يې اېکسيډنټ کړې دی نو دوی د ميرلي هسپتال ته ولاړل، هلته ورته مالومه شوه چې وسله والو يې خويندې په ډزو وژلي دي.

د نوموړي وينا وه، “هسپتال کې د انتظاماتو د نشتوالي لوجې خویندې يې راله د بنو ډسټرکټ هسپتال ته راوړلې او هلته د پوسټ مارټم کولو وروسته یې راته وسپارلې.”

محمد زاهد وايي دغه پېښه سهار د نهه او لسو بجو په منځ کې شوې وه خو ضلعي انتظاميې او د هسپتال انتظاميې د همکاري کولو پرځای ډېر زيات وکړول او ماښام شپږ بجې دوی له هر څه نه وزګار شول.

نوموړی وايي، “دا مې خواست دې چې کله داسې کومه پېښه کېږي نو انتظاميه دې یې له ورثانو سره د کړولو پرځای مرسته وکړي.”

محمد زاهد وايي، دوی ۱۱ خویندې وروڼه دي اوس نهه پاتې شول.

نوموړی وايي “ارشاد خور مې ناواده وه خو عايشې واده کړی وو او د څلورو مياشتو يوه لور يې هم ده، کومه چې د فبرورۍ پر ۲۵مه پلار يې زموږ کره پرېښوده چې دا ماشومه مور پسې ژاړي، موږ يې مور له کومه راولو؟ پرېشانه يو چې څه وکړو.”

په میرلي کې د وژل شویو دوو خویندو کې د یوې پر قبر د کورنۍ غړي دعا کوي
په میرلي کې د وژل شویو دوو خویندو کې د یوې پر قبر د کورنۍ غړي دعا کوي

محمد زاهد وايي مور چې یې د لوڼو په مرګ خبره شوه او چې د هغوی مړي یې ولیدل نو ګډې وډې خبرې کوي، په خود کې نه وي، ډېر بدحال یې دی. هر وخت لوڼه يادوي، پلار مې د دې پېښې لوجې مات شوی دی هېڅ خبرې نه کوي، د کور ټول غړي ډېر زيات خپه دي، حتې خبرې رانه صحيح نه کيږي.”

محمد زاهد وايي کورنۍ یې ډېره غریبه ده خو د بې وزلۍ سره سره یې پلار په خپلو لوڼو تر ۱۴ جوماته سبق ووایه او دواړو له تېر څه وخت راهيسې سباون نومې يوې غېر سرکاري ادارې سره کار کاو، هره ورځ سهار به کار ته تللې او مازيګر به واپس راتللې، يادې ادارې به ورته د مياشت لس لس زره روپۍ تنخوا ورکوله، واده شوې خور به مې تنخوا خپل کور ته وړله او دې بلې خور به مې پلار ته ورکوله او هغه به يې پیسې د کور په کرايه کې ورکولې.

زاهد وايي: “پلار مې بوډا دی د ګټې وټې نه دی، موږ وروڼه کار کوو او دومره پیسې ګټو چې تش د کور خرچه پرې پوره کوو.”

مشال راډيو چې د نوموړي نه تپوس وکړو چې سباون اېن جي او خو وايي چې وژل شوو زنانوو له دوی سره کار نه کوو نو زاهد وايي، ياده اداره د ناسمه خبره کوي، زما خویندو له سباون سره کار کاوه او ګواهان يې هم شته. د ټولو غټ ثبوت هغه ډرايور چې دا وخت په هسپتال کې ژوبل پروت دی، هغه نه دې انتظاميه تپوس وکړي چې ارشاد او عايشه له سباون اېن جي او سره کار کاوه او که نه؟

د دې پيښې وروسته د ضلعي انتظاميې او يا د سباون اېن جي او لخوا د مرستو په اړه نوموړې وايي، “تراوسه ورسره نه خو چا څه قسمه مرستې کړي او نه کوم حکومتي چارواکی او يا د اېن جي او کوم غړی د دوی خوا ته راغلی دی. يواځې خبريالان راځي او د پېښې په اړه مالومات اخلي، باقي دوی هم په انتظار دي چې څوک راشي او تپوس يې وکړي.”

مشال راډيو چې د محمد زاهد نه تپوس وکړو چې د خویندو د قاتلانو نيولو لپاره د انتظاميې د تفتيش نه څومره مطمين دي؟ نو نوموړی وايي “دوی ترې مطمين نه دي او دا ځکه چې ځای پر ځای چيک پوسټونه موجود دي او بغېر له تالاشۍ دغه پوستو نه څوک تېرېدای نه شي، امنېتي سرتېري په هر ځای کې موجود دي خو دې هر څه باوجود وسله وال د حملې وروسته په تېښته کې برېالي شول.”

تر اوسه د دغې پيښې ذمه واري چانه ده منلې.

د دغې پيښې وروسته د شمالي وزیرستان چاواکيو خبرداری ورکړی، چې ناقانونه ګرځول شوی تحريک طالبان پاکستان نورې حملې هم کولای شي.

د فبرورۍ پر۲۳مه د شمالي وزيرستان د پوليسو دفتر نورو حکومتي دفترونو ته يو ليک استولې وو چې تحريک طالبان پاکستان دغسې نورې حملې پر حکومت پلوه مشرانو، تسليم شويو وسله والو، امنيتي ځواکونو، پوليسو او اېن جي اوز کولای شي.
سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو د روانې لړۍ دا اوومه پېښه ده.

تېر کال (۲۰۲۰) دغه پېښې ۴۶ ته رسېدلې وې.

XS
SM
MD
LG