د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پر اسراییلۍ کښتۍ برید کړی: نتنیاهو


نتنیاهو دا هم وویل چې ایران به کله هم اټومي وسلې ترلاسه نه کړای شي - د ارشیف انځور.
نتنیاهو دا هم وویل چې ایران به کله هم اټومي وسلې ترلاسه نه کړای شي - د ارشیف انځور.

اسراییلي وزیراعظم بین یامین نتنیاهو پر ایران تور لګولی چې تېره اوونۍ یې په خلیج عمان کې د اسراییلو پر کښتۍ برید کړی وو.

نوموړي د مارچ پر لومړۍ د اسراییلو سرکاري راډیو ته وویل، دا کار بې له شکه ایران کړی وو او دا څرګنده ده.

ده زیاته کړه چې ایران د اسراییلو تر ټولو لوی دښمن دی او دی یې د مخنیوي لپاره هوډ لري.

بین یامین نتنیاهو تهران ته د غبرګون ښودلو په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دوی په ټوله سیمه کې ایران په نښه کوي.

وزیراعظم نتنیاهو ویلي چې ایران به کله هم اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

ده ویلي، ایران به نه په تړون او نه له تړونه پرته اټومي وسلې ترلاسه کړي او دا ما خپل دوست بایډن ته هم ویلي دي.

ایران د ۲۰۲۰ز په نومبر میاشت کې د خپل لوړپوړي اټومي ساینسپوه د وژنې تور پر اسراییل پورې کړی وو او د بدل اخیستلو هوډ یې کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG