د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب وايي پر ریاض ښار یې د توغندي برید ناکامه کړی


د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي چې حوثیانو د ریاض په لور بيلېسټک توغندي ويشتي او د جیزان صوبې اړخ ته يې يو شمېر ډرونونه استولي دي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي چې حوثیانو د ریاض په لور بيلېسټک توغندي ويشتي او د جیزان صوبې اړخ ته يې يو شمېر ډرونونه استولي دي.

د سعودي عرب چارواکو د فبرورۍ پر ۲۷مه ویلي چې پوځ یې پر ریاض ښار د میزایل حمله ناکامه کړې ده.

د سعودي عرب چارواکو د دې حملې تور د یمن په حوثي یاغیانو پورې کړی دی.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف ویلي چې حوثیانو د ریاض په لور بيلېسټک توغندي ويشتي او د جیزان صوبې اړخ ته يې يو شمېر ډرونونه استولي دي.

تراوسه حوثیانو په دې اړه څه نه دې ویلي او د مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه هم راپورونه مخې ته نه دې راغلي.

د سعودي عرب پر ټیلي ویژن او ټولنیزه میډیا په خپرو شوو ویډیوګانو کې د ریاض ښار په فضا کې چاودنې ښودل شوې دي.

شنونکو ويلي دي چې دا ښايي د امريکا جوړ دفاعي نظام توغندي وي چې هدف ته يې د مزايل رسيدو مخه نيوله.

بلخوا په ریاض کې د امریکا سفارتخانې امریکایانو ته د محتاطه اوسیدو خبرداری ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG