د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان وياند اسد خان اڅکزي مړی موندل شوی


اسد خان اڅکزی (کيڼ خوا ته) د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفند يار ولي خان (ښې خوا ته) سره.
اسد خان اڅکزی (کيڼ خوا ته) د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفند يار ولي خان (ښې خوا ته) سره.

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان وياند اسد خان اڅکزي مړی پينځه مياشتې وروسته د فبرورۍ پر ۲۷مه وموندل شو.

نوموړی د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر مياشت کې له کچلاک سره نيږدې تښتول شوی و. د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي نن پر خپله ټويټر پاڼه د اسد خان د مړي موندلو خبر ورکړی دی.


د ګوند صوبايي مشرانو نن (د فبرورۍ پر ۲۷مه) مشال راډيو ته وويل، د کوټې د پوليسو لخوا ورته وويل شو چې ځېنې برمته ګر يې نيولي او هغوی اقرار کړی چې اسد خان يې څو ورځې وړاندې وژلی او مړی يې په نوحصار سيمه کې په يوه کنده کې غورځولی دی. د اسد خان مړی به سبا (د فېبرورۍ پر ۲۸مه) ماسپښين درې بجې په چمن کې پخپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل کېږي.

په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند پلويانو نن ماسپښين د اسد خان د وژنې پر ضد مظاهره وکړه. بلخوا عوامي نېشنل ګوند په دې تړاو د درې ورځنې وير اعلان کړی دی. ګوند د اسد خان د وژنې د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د اسد خان اڅکزي او د ده په شان د برمته کړل شويو يوشمېر نورو کسانو د راخوشې کولو لپاره ياد ګوند د فبرورۍ پر ۲۲مه په ټول پاکستان کې مظاهرې او احتجاجونه وکړل. دوی د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې په زوره لادرکه کړل شوي ټول کسان دې راخوشي کړل شي يا دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي.

په پاکستان کې په زوره د خلکو تری تم کولو تور زياتره وخت د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي خو هغوی تل دا ډول تورونه رد کړې دي. د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴ مه په راولپنډۍ کې د بهرنيو رسنيو له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د ورکو کسانو په اړه د حکومت تحقیقاتي کميشن د شپږو زرو کسانو نومونه ترلاسه کړي ول چې پکې د څلور زرو مقدمې حل شوې او د پاتې نورو هغو به ډېر ژر حل شي.

XS
SM
MD
LG